کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت ویاند ویلي، هره افغان کورنۍ باید خپل یو اولاد دین ته وقف کړي. ذبیح‌الله مجاهد وايي، دا کار به کورنۍ له فتنې او فساد څخه وژغوري.

 

ورته مهال، د طالبانو د حکومت د وروستیو شمېرو له مخې، په ټول افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر د پخوا په پرتله څلور برابره ډېر شوی او اوسمهال د رسمي ښوونځیو ترڅنګ شاوخوا ۱۳ میلیونه هلکان او نجونې په بېلابېلو تعلیمي بنسټونو او مدرسو کې زده کړې کوي.

 

طالبانو پرېکړه کړې چې د افغانستان په هر ولایت کې لویې دیني-جهادي مدرسې جوړې کړي او د دې لپاره یې میلیونونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده. د راپورونو له مخې، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دیني مدرسو وده او ملاتړ له رسمي عصري ښوونځیو څخه مخکې شوی دی.

 

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د عصري ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته، د نجونو لپاره یوازینۍ تعلیمي لاره دیني مدرسې پاتې شوې ده. د سیاسي شنونکو په باور، طالبان له مدرسو څخه یوازې د دیني زده کړو لپاره نه، بلکې د خپل نظام د قاضیانو، د امربالمعروف د محتسبینو او وفادارو دولتي کارکوونکو د روزنې لپاره د اصلي سرچینې په توګه کار اخلي.

 

طالبانو د ټولو خصوصي او مذهبي مدرسو نصاب او فعالیتونه تر خپل سخت نظارت لاندې راوستي دي. د بېلګې په توګه، په کابل کې پر خاتم‌النبیین مدرسه د طالبانو پوځي چاپې او محاصرې دا وښوده چې دوی له خپلې ایډیالوژۍ بهر نورو مذهبي مرکزونو ته د خپلواک فعالیت اجازه نه ورکوي.

 

د مدني ټولنې فعالان او د پوهنې کارپوهان اندېښنه لري چې پر مدرسو ډېر تمرکز او د عصري ښوونځیو کمزوري کېدل به افغانستان له ساینس، ټکنالوجۍ او نړیوال سازمانونه او د سیمې هېوادونه اندېښنه لري چې د جهادي مدرسو پراختیا او په نصاب کې یوازې پر سختدریځو تفسیرونو ټینګار ښايي په راتلونکي کې په سیمه کې د افراطیت د زیاتوالي لامل شي.

 

واک ته له رسېدو وروسته، طالبانو په افغانستان کې خپل امنیتي او نظامي تشکیلات تنظیم کړي او د غیرمسووله کسانو د جذب مخنیوي او د لیکو د تصفیې په موخه یې ځانګړي کمېسیونونه جوړ کړي دي.

 

شنونکي او نړیوال سازمانونه په دې باور دي چې په سیمه کې بې‌کاري، اقتصادي ستونزې، او ایډیالوژیک تبلیغات هغه لاملونه دي چې ځینې ځوانان وسله‌ والو ډلو ته ورتګ ته هڅوي، خو ډېری کسان او کورنۍ د دې چارې له امله له سختو ستونزو او خطرونو سره مخ کېږي