اسلام اباد (شال نیوز) : پاکستان او چین د تېلو او ګازو په برخه کې د ګډو پروژو پر چټک پلي کېدو او د انرژۍ په سکتور کې د نویو پانګونو پر فرصتونو خبرې کړې دي. دواړو هېوادونو د اوبلنو ګازو د تولید او زېرمه کولو، د پټرولو د واردولو، د تېلو او ګازو د پلټنې، سمندري انرژۍ او معدني سرچینو د پراختیا په برخو کې د همکارۍ پر پراخولو ټینګار کړی دی.

 

دا موضوع د پاکستان د پټرولیم فدرالي وزیر علي پروېز ملک او په دغه هېواد کې د چین سفیر جیانګ زیډونګ ترمنځ په کتنه کې مطرح شوې ده. په دې لیدنه کې د انرژۍ په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او د ګډو پروژو د عملي کېدو پر لارو چارو بحث شوی دی.

 

دواړو لورو د اوبلنو ګازو د تولید لپاره د یوه کارځای جوړول، د زېرمه کولو اسانتیاوې، ټرمینلونه او د موټرونو لپاره د پټرولو واردول د هغو مهمو پروژو په توګه یاد کړي چې باید د پلي کېدو بهیر یې چټک شي. د دغو همکاریو موخه په پاکستان کې د سون توکو د اړتیاوو پوره کول، د اوبلنو ګازو کورنی شتون زیاتول، د موسمي کمښت مخنیوی او په مناسبو بیو د پټرولیمي محصولاتو دوامداره عرضه ده.

 

په کتنه کې همداراز د دې پر طرحې خبرې شوې چې چینايي شرکتونه دې د پاکستان له دولتي پټرولیم شرکت (پاکستان سټېټ اېل) سره د ستراتېژیکو همکاریو له لارې په دغه هېواد کې خپلې سوداګریزې چارې او پانګونې پراخې کړي. دواړو خواوو د پټرولیمي محصولاتو د زېرمه کولو، د ټرمینلونو جوړولو او د انرژۍ د نورو بنسټیزو تاسیساتو په برخه کې د چینايي پانګونو پر فرصتونو هم بحث کړی دی.

 

همداراز هوکړه شوې چې د پاکستان لویې انرژۍ کمپنۍ، په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو د پراختیا شرکتونه، د چین د تېلو او ګازو د پلټنې، تولید، پروسس او وېش له شرکتونو سره ونښلول شي، څو د سوداګریزو ګټو پر بنسټ ګډې پروژې رامنځته شي. په دې کتنه کې د بلوچستان د معدني او انرژۍ سرچینو د پراختیا، په سمندر کې د تېلو او ګازو د پلټنې او د ګډو سمندري انرژۍ مرکزونو د جوړولو پر امکاناتو هم ځانګړی بحث شوی دی.