مسکو (شال نیوز) : پاکستان او روسیې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره یو تړون لاسلیک کړی چې هدف یې تر ۲۰۳۰م کال پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګري پنځه اربه ډالرو ته رسول دي.
په ماسکو کې د پاکستان سفارت ویلي چې دغه تړون د نومبر پر ۲۵مه د پاکستان او روسیې د ګډ حکومتي کمېشن د یوولسمې غونډې په پای کې لاسلیک شوی دی. د غونډې مشري د پاکستان د انرژۍ وزیر اویس لغاري او د روسیې د انرژۍ وزیر سرګي تسیویلیوف کړې ده.
د سفارت په وینا، دواړو هېوادونو له ۲۰۲۶م څخه تر ۲۰۳۰م کال پورې د اقتصادي همکاریو پر پروګرام لاسلیکونه کړي چې پکې د انرژۍ، سوداګرۍ، صنعت، کرنې، معدنیاتو، تعلیم او ټکنالوجۍ په برخو کې د همکاریو زیاتول شامل دي.
پاکستان او روسیې د تېلو او ګېسو د نویو زېرمو په لټون، پاکستان ته د مایع قدرتي ګېسو په رسولو او د ګېسو د وېش د نظام په ښه کولو کې د همکاریو پر زیاتولو موافقه کړې ده.
اویس لغاري ویلي چې پاکستان غواړي روسي کمپنیو ته په وچه او سمندر کې د تېلو او ګېسو د زېرمو د لټون او راایستلو لپاره د سرمایه کارۍ موقعې برابرې کړي. پاکستان د بجلۍ د رسولو د نظام په ښه کولو او د پاکستان سټیل ملز په بیا فعالولو کې هم د روسیې تخنیکي مرستې ته دلچسپي ښودلې ده.
د پاکستان د انرژۍ وزیر ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي راکړې ورکړې لپاره د بدیلې لارې په برابرولو سره د سوداګرۍ کچه دوه اربه ډالرو ته رسېدلی شي. پر روسیې د امریکا او اروپايي هېوادونو اقتصادي بندیزونو له روسیې سره د یو شمېر هېوادونو بانکي راکړې ورکړې له ستونزو سره مخ کړې دي.
پاکستان او روسیې د یورېشیا اقتصادي اتحاد او پاکستان ترمنځ د ازادې سوداګرۍ د احتمالي تړون په اړه د ګډې څېړنې د بشپړېدو هرکلی هم کړی دی. په دغه اقتصادي اتحاد کې روسیه، قازقستان، بېلاروس، ارمنستان او قرغزستان شامل دي.
دواړو هېوادونو له پاکستان څخه روسیې ته د مال وړونکي رېل ګاډي د ازمایښتي سفر د ژر پیلولو په اړه هم خبرې کړې دي. اویس لغاري ویلي چې د رېل ګاډي له لارې سوداګري د مالونو په رسولو کې د وخت په کمولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراخولو کې مرسته کولی شي.
خو تر اوسه د دغه رېل ګاډي د سفر کره نېټه نه ده اعلان شوې. د پاکستان د سفارت په وینا، دواړو هېوادونو په پاکستان کې د شکر ناروغۍ لپاره د انسولین د جوړولو، د درملو د تجربو او د درملو د رجسټرېشن د طریقې پر اسانه کولو هم موافقه کړې ده.
په کرنیزه برخه کې به دواړه هېوادونه د نویو مشینونو، مالدارۍ، د څاروو د ناروغیو د مخنیوي، د کبانو د روزنې او د خوراکي توکو د پیداوار د زیاتولو لپاره همکاري کوي. روسیې د پاکستاني زده کوونکو لپاره د سرکاري تعلیمي وظیفو شمېره هم زیاته کړې ده.
دواړو هېوادونو د لوړو زده کړو، ساینسي څېړنو، ټکنالوجۍ او د تعلیمي سندونو د پېژندنې په اړه د درېیو تړونونو د منظورۍ د عمل پر چټکولو موافقه کړې ده. د پاکستان او روسیې پوهنتونونه به هم له یو بل سره خپلې اړیکې پراخوي.
دواړو هېوادونو د قدرتي افتونو پر مهال د مرستو، کلتور، سیاحت او لوبو په برخو کې هم د همکاریو د زیاتولو پرېکړه کړې ده. د پاکستان او روسیې د ګډ حکومتي کمېشن راتلونکې غونډه به په ۲۰۲۷م کال کې په پاکستان کې کېږي.
که څه هم پاکستان او روسیې تر ۲۰۳۰م کال پورې د پنځه اربه ډالرو کلنۍ سوداګرۍ هدف ټاکلی، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسنۍ کلنۍ سوداګرۍ کره شمېره نه ده څرګنده شوې.


شال نیوز