اسلام اباد (شال نیوز) : په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر، منصور احمد خان له اسلاماباد څخه غوښتنه کړې چې له طالبانو سره د اړیکو او امنیتي ستونزو د هواري لپاره له پوځي چلند او زور کارولو ډډه وکړي او د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي.
نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي، پاکستان باید د طالبانو له حکومت سره د همکارۍ له لارې د دواړو لوریو امنیتي اندېښنو ته د رسېدنې لپاره ګډې هڅې وکړي او د شته اختلافونو د هواري په موخه یوې دوه اړخیزې هوکړې ته ورسېږي.
هغه ټینګار کړی چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د امنیتي ستونزو د حل لپاره پوځي اقدامات اغېزمنه لار نه ده، بلکې خبرې اترې، متقابل تفاهم او همکاري کولای شي د دواړو لوریو اندېښنو ته رسېدنه وکړي.
د پاکستان دغه پخواني ډیپلومات همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او خلکو د تګ راتګ لپاره د تړلو لارو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د لارو تړل د دواړو هېوادونو پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو منفي اغېز کوي.
منصور احمد خان زیاته کړې چې اسلاماباد باید د فشار او پوځي ګواښونو پر ځای د ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او دوه اړخیزې هوکړې لاره غوره کړي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابېدو مخه ونیول شي.
د یادونې ده چې په وروستیو کلونو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د امنیتي اندېښنو، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فعالیتونو او د سرحدي نښتو پر سر اړیکې ترینګلې شوې دي. د دغو اختلافونو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او تګ راتګ لارې هم په وار وار تړل شوې دي.


شال نیوز