نیو یارک (شال نیوز) : د امریکا په ختیځو ایالتونو کې د شکرانې (تینکس ګیونګ) په ورځ سخت توپان، بارانونو او تېزو بادونو د هوايي او ځمکني تګ راتګ نظام ګډوډ کړی، زرګونه مسافر یې له ستونزو سره مخ کړي او شاوخوا لس لکه کورونه او کاروباري مرکزونه یې له برېښنا بې برخې کړي دي.

 

د امریکا د الوتنو د څار ادارې «فلایټ اوېر» ته د منسوبو شمېرو له مخې، د نومبر پر ۲۶مه په امریکا کې تر ۲۵۰۰ زیاتې الوتنې ځنډېدلې او تر ۴۶۰ زیاتې نورې منسوخې شوې دي. په دغو الوتنو کې کورنۍ او نړیوالې الوتنې شاملې دي.

 

د نیو یارک، واشنګټن، بالټیمور، نیوجرسي او بوسټن هوايي ډګرونه د خراب موسم له امله اغېزمن شوي دي. د الوتنو د ځنډېدو او منسوخېدو له امله ګڼ امریکایان ونه توانېدل چې د شکرانې ورځ له خپلو کورنیو سره تېره کړي. د امریکا یو شمېر هوايي شرکتونو اغېزمنو مسافرو ته له اضافي پیسو پرته د سفر د نېټې بدلولو اسانتیاوې اعلان کړې دي.

 

شاوخوا لس لکه کورونه له برېښنا بې برخې شوي

 

د لومړنیو راپورونو له مخې، د توپان پر مهال په ځینو سیمو کې د بادونو رفتار په ساعت کې تر ۱۱۲ کیلومترو پورې رسېدلی دی. تېزو بادونو ونې راغورځولې، د برېښنا مزي یې شلولي او سختو بارانونو سمندر ته څېرمه په ګڼو سیمو کې سېلابونه راوستي دي.

 

د توپان پر مهال نهه لکه او ۶۱ زره کورونه او کاروباري مرکزونه له برېښنا بې برخې شوي وو. په نیوجرسي، نیو یارک ښار، لانګ ایلېنډ او وېسټ چېسټر کې د بېړني حالت د اعلان راپورونه هم ورکړل شوي دي. د خراب موسم له امله پر لویو لارو او د اورګاډو په تګ راتګ کې هم ستونزې رامنځته شوې دي.

 

د نیو یارک سل کلن دودیز پرېډ

 

په نیو یارک کې هر کال د شکرانې ورځې په مناسبت د «مېسیز» په نوم دودیز پرېډ ترسره کېږي چې په لکونو خلک یې نندارې ته ورځي. سږ کال د دغه دودیز پرېډ سلم کال دی. په دې پرېډ کې هنرمندان، د موسیقۍ ډلې او په بېلابېلو بڼو جوړ شوي ستر بالونونه د نیو یارک پر سړکونو نندارې ته وړاندې کېږي.

 

د شکرانې په رخصتیو کې د څه باندې اتو کروړو امریکایانو سفرونه

 

د امریکا د موټرو اتحادیې ته د منسوبو اټکلونو له مخې، سږ کال به د شکرانې په رخصتیو کې اته کروړه او پنځلس لکه امریکایان سفرونه کوي. په دوی کې ډېری کسان په خپلو شخصي موټرو کې د هېواد بېلابېلو سیمو ته سفرونه کوي.

 

د امریکا د ټرانسپورټ د امنیت ادارې د اټکل له مخې، د نومبر له ۲۴مې تر ۳۰مې پورې به په هوايي ډګرونو کې د یو کروړ او ۷۶ لکه مسافرو امنیتي پلټنه کېږي. تمه ده چې د نومبر ۲۹مه، د اتوار ورځ، به د هوايي سفرونو یوه له تر ټولو مصروفو ورځو څخه وي، ځکه چې ګڼ امریکایان به له رخصتیو وروسته خپلو کورونو او د کار ځایونو ته ستنېږي.

 

د شکرانې ورځ څه ده؟

 

د شکرانې ورځ چې په انګریزۍ کې ورته «تینکس ګیونګ» وایي، د امریکا یوه مهمه ملي او دودیزه ورځ ده چې هر کال د نومبر میاشتې په څلورمه پنجشنبه نمانځل کېږي. په دې ورځ میلیونونه امریکایان له خپلو کورنیو او خپلوانو سره راټولېږي، ګډ دسترخوان ته کښېني او د ژوند د نعمتونو شکر ادا کوي.

 

د فیل مرغ غوښه د دې ورځې له دودیزو خوړو څخه ده. د شکرانې په ورځ په امریکا کې حکومتي دفترونه، تعلیمي ادارې او ګڼ کاروباري مرکزونه تړلي وي. له دې ورځې یوه ورځ وروسته د «بلېک فرایډې» په نوم د سوداګریزو تخفیفونو ورځ وي، چې په امریکا کې د کرسمس لپاره د سودا اخیستلو د موسم پیل ګڼل کېږي.

 

سږ کال د شکرانې ورځ د نومبر پر ۲۶مه ونمانځل شوه.