ممبۍ (شال نیوز) : د هند د اګره ښار په تاریخي ودانۍ تاج محل او شاوخوا سیمو کې د سلګونو بیزوګانو راټولېدو د سیلانیانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. د هند رسنۍ وايي، د تاج محل په انګړ او شاوخوا سیمو کې شاوخوا ۵۰۰ بیزوګانې ګرځي، چې له سیلانیانو خوراکي توکي، عینکې او موبایل ټېلېفونونه تښتوي او کله ناکله پرې بریدونه هم کوي.

 

د «ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې وروستیو کې تر سلو زیاتې بیزوګانې د تاج محل اصلي مقبرې ته څېرمه یوه باغ ته ننوتې وې. د روان کال د سېپټېمبر پر ۲۳مه د بیزوګانو په برید کې د برازیل یو ۸۳ کلن سیلانی او د هند د مغربي بنګال ایالت یو اوسېدونکی ژوبل شوي وو. دواړه تر لومړنۍ طبي مرستې وروسته روغتون ته وړل شوي وو.

 

تر دې وړاندې د جولای پر ۲۶مه د جنوبي کوریا یو سیلانی او د اګست پر ۳۰مه د هند د هریانا ایالت یو شپږ کلن ماشوم هم د بیزوګانو په بریدونو کې ژوبل شوي وو. د سېپټېمبر پر ۱۶مه یو برتانوی سیلانی هم د تاج محل شاهي دروازې ته څېرمه د بیزوګانو په برید کې ژوبل شوی و.

 

د هند د رسنیو په وینا، د بیزوګانو د نیولو او نورو سیمو ته د انتقالولو ذمه واري د اګره ښاروالۍ پر غاړه ده، خو د سیلانیانو د خوندیتوب چارې د هند د لرغونو اثارو اداره سمبالوي. دغې ادارې د سېپټېمبر پر ۲۸مه ښاروالۍ ته په یوه استولي لیک کې د بیزوګانو د بریدونو د مخنیوي لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې وه.

 

چارواکي وايي، د تاج محل په ځینو برخو کې یې د بیزوګانو د ننوتلو د مخنیوي لپاره حفاظتي تارونه لګولي دي. په ۲۰۲۴ کال کې د اګره پولیسو وړاندیز کړی و چې د ځانګړو غږیزو الاتو په وسیله دې بیزوګانې له تاج محل څخه لرې وساتل شي، خو د ځايي رسنیو په وینا، پر دغه منصوبه تر اوسه عمل نه دی شوی.

 

د نومبر پر ۱۶مه د تاج محل د امنیتي کمېټۍ په غونډه کې هم د بیزوګانو د بریدونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې شوې دي. د هند رسنۍ وايي، د سیاحت په روان موسم کې هره ورځ تر ۵۰ زرو زیات سیلانیان اګره ښار ته ورځي.

 

تاج محل د مغلو د واکمن شاه جهان په امر جوړ شوی و او د یونیسکو د نړیوالو تاریخي اثارو په نوملړ کې شامل دی. هر کال میلیونونه کورني او بهرني سیلانیان د دغه تاریخي ځای لیدو ته ورځي.