کابل (شال نیوز) : د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د جوزجان ولایت د یتیمتاق سمنټو فابریکې د اکتشافي څېړنو چارې بشپړې شوې او د دې فابریکې د جوړولو چارې روانې دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې یاده فابریکه له بشپړېدو او د فعالیت له پیل وروسته هره ورځ درې زره ټنه سمنټ تولید کړي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت تمه لري چې د دې فابریکې په فعالېدو سره به د افغانستان د سمنټو د اړتیا یوه برخه په کور دننه پوره شي او پر وارداتي سمنټو به د هېواد تکیه راکمه شي. د دې پروژې د عملي کولو چارې د یوه قراردادي تړون له مخې د ترکیې ۷۷ ساختماني شرکت ته سپارل شوې دي.
دغه شرکت د کانونو او پټرولیم وزارت په همکارۍ د پروژې چارې پر مخ وړي. د یتیمتاق سمنټو فابریکه په داسې حال کې جوړېږي چې افغانستان د ودانیزو او زیربنايي پروژو لپاره د سمنټو د پام وړ اړتیا لري او د کورني تولید د محدود ظرفیت له امله یوه برخه سمنټ له بهرنیو هېوادونو واردوي.
د دې فابریکې په فعالېدو سره به د کورني تولید د زیاتوالي، د وارداتو د کمښت او د ساختماني موادو د برابرولو په برخه کې د مرستې تمه کېږي. خو د پروژې د اقتصادي اغېز کچه به د جوړولو چارو پر وخت بشپړېدو، د تولید د بهیر پر پیل او د فابریکې پر دوامدار سوداګریز فعالیت پورې تړلې وي.


شال نیوز