اسلام اباد (شال نیوز) : د پولیو د مخنیوي ملي مرکز د نومبر پر ۲۵مه ویلي چې د خېبر پښتونخوا په کرک ضلعه کې په یوې ۱۴ میاشتېنۍ ماشومې کې د پولیو وایرس پخلی شوی دی.

 

له دې سره په پاکستان کې د روان ۲۰۲۶م کال د پولیو د پېښو شمېر ۱۰ ته ورسېد، چې اته یې په خېبر پښتونخوا او دوه په سند صوبه کې ثبت شوې دي.

 

د پولیو د مخنیوي ملي مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اغېزمنه شوې ماشومه د کرک ضلعې د شناوه ګوډي خېل یونین کونسل اوسېدونکې ده. په کرک کې په تېرو شپږو کلونو کې د پولیو دا لومړۍ پېښه ده.

 

د مرکز په وینا، د لابراتواري معایناتو له مخې، په ماشومه کې موندل شوی وایرس د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې له خپاره شوي پولیو وایرس سره جنیټیکي تړاو لري.

 

چارواکي وایي، که څه هم په ټول پاکستان کې د پولیو وایرس په خپرېدو کې کمی راغلی، خو د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې لا هم دغه وایرس د ماشومانو روغتیا ته جدي خطر پېښوي.

 

له کرک سره په ګاونډۍ بنو ضلعه کې هم له تېرو اتو میاشتو راهیسې د نالیو د اوبو په نمونو کې د پولیو وایرس موندل کېږي. د پولیو د مخنیوي ملي مرکز ویلي چې په کرک کې د نوې پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

 

په پاکستان کې د پولیو د مخنیوي د روان کال درېیم او وروستی ملک ګیر کمپاین به د دسمبر له ۱۲مې تر ۱۸مې پورې دوام ولري. چارواکي وایي، په دغه کمپاین کې به له څلور کروړه او ۵۰ لکو زیاتو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکول کېږي.

 

ماشومانو ته به د ناروغیو پر وړاندې د بدن د مقاومت زیاتولو لپاره ویټامین اې هم ورکول کېږي. د پاکستان د پولیو د مخنیوي پروګرام په وینا، په افغانستان کې به هم په همدې موده کې د پولیو د مخنیوي کمپاین ترسره کېږي.

 

د رسمي شمېرو له مخې، په پاکستان کې د ۱۹۹۰مې لسیزې په لومړیو کلونو کې هر کال شاوخوا ۲۰ زره ماشومان په پولیو اخته کېدل، خو په ۲۰۲۵م کال کې د دغو پېښو شمېر ۳۱ ته راټیټ شوی و.

 

پولیو یوه ساري ناروغي ده چې علاج نه لري او ماشومان د ټول عمر لپاره معذوره کولای شي، خو د پولیو د مخنیوي واکسین په وسیله ترې بچ کېدل ممکن دي.

 

روغتیايي چارواکو له مور او پلار څخه غوښتنه کړې چې تر پنځو کلونو کم عمره ټولو ماشومانو ته په هر کمپاین کې د پولیو څاڅکي ورکړي او د نورو ناروغیو د مخنیوي حفاظتي ټیکې یې هم پر وخت ولګوي.