«ما ورته ویل چې زما په کور کې ډوډۍ شته، خو هغه به ویل چې نه، زه دلته نه پاتې کېږم، ځم به. بس دا یې نصیب و او مړ شو.»
دا د باجوړ د لوی ماموندو د اوسېدونکي سپین ږیري دروېش خان خبرې دي، چې د لیبیا ساحل ته نږدې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له پېښې وروسته یې د خپل کشر زوی محمد خان درک نه دی معلوم. دروېش خان د خپل زوی غایبانه جنازه ادا کړې ده، خو لا هم نه پوهېږي چې زوی یې ژوندی دی او که مړ.
د هغه په وینا، محمد خان شاوخوا څلور میاشتې وړاندې په غیرقانوني لارو اروپا ته د تګ په نیت لیبیا ته تللی و، خو له هغه وخت راهیسې یې له کورنۍ سره هېڅ اړیکه نه وه نیولې. دروېش خان وایي، محمد یې کشر زوی و او په ډېره مینه یې لوی کړی و. هغه ډېره هڅه کړې وه چې زوی یې له دغه سفره راوګرځوي، خو محمد په خپل هوډ کلک ولاړ و.
دروېش خان یوازینی پلار نه دی چې له دې حالت سره مخ دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې، د باجوړ شاوخوا ۲۵ کورنۍ د خپلو هغو ځوانانو د برخلیک معلومېدو ته سترګې په لار دي چې د لیبیا ساحل ته نږدې د کښتۍ د ډوبېدو له پېښې وروسته یې درک نه دی معلوم.
د پېښې د خبر له خپرېدو وروسته د باجوړ په ګڼو کلیو کې د ویر فضا خوره شوې ده. په ځینو کلیو کې د دغو ځوانانو غایبانه جنازې هم ادا شوې دي. خو د جنازو له ادا کولو سره د دغو کورنیو انتظار نه دی ختم شوی. هغوی لا هم نه پوهېږي چې زامن یې چېرته دي او که مړه شوي وي، نو ایا مړي به یې وموندل شي؟
د اروپا په لار کې څومره کسان مړه او لادرکه شوي دي؟
د کډوالۍ نړیوالې ادارې او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ۲۰۲۶م کال د اکتوبر په ۱۹مه په خپاره کړي ګډ رپورټ کې ویلي چې په ۲۰۲۵م کال کې له لیبیا، تیونس او الجزایر څخه د سمندر له لارې ایټالیا او مالټا ته د رسېدو څه باندې یو لک هڅې ثبت شوې دي.
.jpeg)
په دغه کال کې ۶۵ زره او ۳۲۷ کسان په دې لار ایټالیا او مالټا ته رسېدلي، خو ۱۳۳۰ کسان مړه یا لادرکه شوي دي. د دغو ادارو د معلوماتو له مخې، پاکستانیان هم په دې لار د سفر کوونکو له لویو ډلو څخه وو، چې شاوخوا پنځه فیصده یې جوړول. په ۲۰۲۴م کال کې بیا پر همدې سمندري لار د مړو او لادرکه شویو کسانو شمېره ۱۷۵۴ وه.
دا هغه شمېرې دي چې نړیوالو ادارو په خپل ریکارډ کې ثبت کړې دي. د هغو کسانو کره شمېره معلومول ګران دي چې په سمندر کې ورک شوي او د ورکېدو خبر یې تر اړوندو ادارو نه دی رسېدلی. د دغو شمېرو تر شا داسې کورنۍ هم شته چې نه یې د خپلو عزیزانو مړي موندلي او نه یې د هغوی د مرګ په اړه کره معلومات ترلاسه کړي دي.
اروپا ته له رسېدو وروسته ژوند څنګه وي؟
د اروپا پر لور د سمندر له مرګوني سفره ژوندي وتل د ښه ژوند ضمانت نه دی. اروپا ته رسېدل، د اوسېدو قانوني اسناد ترلاسه کول او روزګار پیدا کول درې بېلې مرحلې دي. هغه کسان چې له قانوني اسنادو پرته اروپا ته رسېږي، له ګڼو قانوني، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کېدای شي.
ځینې یې د پناه غوښتونکو په مرکزونو کې میاشتې او کله ناکله کلونه تېروي او د خپلو درخواستونو په اړه د پرېکړې انتظار کوي. د اروپايي ټولنې د شمېرو ادارې، یوروسټېټ، د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵م کال تر پایه په اروپايي ټولنه کې د څه باندې ۱۲ لکو کسانو د پناه غوښتنې پر درخواستونو لا پرېکړه نه وه شوې.
یوازې په ایټالیا کې دا شمېره دوه لکه، ۳۴ زره او ۱۶۵ وه. د یوروسټېټ پر شمېرو ولاړ یو رپورټ ښيي چې په ۲۰۲۵م کال کې ۱۰ زره او ۳۵۰ پاکستانیانو په ایټالیا کې د پناه غوښتنې درخواستونه ورکړي وو. په همدې کال کې د پاکستانیانو د پناه غوښتنې پر ۱۰ زره او ۵۵۵ درخواستونو په لومړي پړاو کې پرېکړې شوې وې، چې ۷۱۲۰ یې رد شوي وو. په دې کې د تېرو کلونو درخواستونه هم شامل وو.
یوازې غربت او بې روزګاري عموماً په اروپا کې د پناه ترلاسه کولو لپاره کافي قانوني دلیل نه ګڼل کېږي. هغه کسان چې د اوسېدو قانوني اجازه ترلاسه نه کړي، بېرته خپل هېواد ته د لېږل کېدو له خطر سره هم مخ کېدای شي.
د اروپا د ښکلو تصویرونو تر شا ژوند
په اروپا کې د ژبې زده کړه، د اوسېدو لپاره د ځای پیدا کول، د کور کرایه، روزګار او د قانوني اسنادو ترلاسه کول د نویو کډوالو له مهمو ستونزو څخه دي. ځینې کډوال په کروندو، هوټلونو، کارخانو او ودانیزو کارونو کې مزدوري کوي. هغه کسان چې د کار قانوني اجازه نه لري، د لږې مزدورۍ، استحصال او د خپلو حقونو د تر پښو لاندې کېدو له خطر سره هم مخ کېدای شي.

البته ګڼ کډوال د قانوني اسنادو له ترلاسه کولو وروسته ښه روزګار پیدا کوي، خپل کاروبارونه پیلوي، تعلیم حاصلوي او له خپلو کورنیو سره مالي مرسته هم کوي، خو د ټولو کډوالو ژوند او تجربه یو شان نه وي. پر ټولنیزو رسنیو د اروپا د ښکلو ښارونو، سړکونو او ودانیو تصویرونه د یوه کډوال د ژوند ټول حقیقت نه ښیي.
د دغو تصویرونو تر شا د سختې مزدورۍ، پردېسۍ، یوازیتوب او له خپلو کورنیو څخه د کلونو جدایۍ کیسې هم پرتې وي. ځینې کډوال کلونه خپل کلي ته نه شي ستنېدای. د مور او پلار ناروغي، د کورنۍ ودونه، اخترونه او جنازې له زرګونو میله لرې د ټیلیفون پر پرده ویني. د اروپا خوب د ځینو لپاره په حقیقت بدلېږي، خو د ځینو نورو لپاره د قانوني اسنادو، روزګار او خپلوانو ته د بېرته ستنېدو په اوږده انتظار بدلېږي.
د قبایلي ضلعو ځوانان ولې خپل وطن پرېږدي؟
باجوړ د هغو قبایلي ضلعو له ډلې څخه دی چې په تېرو دوو لسیزو کې د ناامنۍ، پوځي عملیاتو او بې کوره کېدو له ستونزو سره مخ پاتې شوی دی. بې روزګاري، غربت او د کاروبار او تعلیم د موقعو کموالی هم د دغو سیمو له مهمو ستونزو څخه دي.
په ۲۰۱۸م کال کې له خېبر پښتونخوا سره د پخوانیو قبایلي سیمو د یوځای کېدو پر مهال حکومت ژمنه کړې وه چې د دغو سیمو پرمختګ، تعلیم، صحت او ځوانانو ته د روزګار د موقعو برابرولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي. خو له انضمام اته کاله وروسته هم د دغو ژمنو د عملي کېدو او د پرمختیایي منصوبو د ګټې په اړه پوښتنې پر خپل ځای پاتې دي.
د باجوړ د ځوانانو وروستۍ پېښې یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې چې په تېرو اتو کلونو کې د قبایلي ضلعو پر پرمختیایي منصوبو لګول شویو پیسو د سیمې د ځوانانو په ژوند کې څومره بدلون راوستی دی؟ څومره ځوانانو ته روزګار ورکړل شوی، څومره کارخانې جوړې شوې او څومره ځوانانو ته د خپلو کاروبارونو د پیلولو موقعې برابرې شوې دي؟
ولې یو ځوان د خپل کلي، کور او کورنۍ پرېښودو ته تیارېږي او د روزګار په لټه کې خپل ژوند د سمندر له څپو سره مخ کوي؟ په دې اړه کره سیمه ییزې شمېرې او د باجوړ د دغو ځوانانو د اقتصادي حالاتو په اړه بشپړ معلومات لا نه دي ترلاسه شوي.
د انساني قاچاقبرو پر ضد څه اقدامات شوي دي؟
په پاکستان کې د انساني قاچاق او په غیرقانوني توګه بهرنیو هېوادونو ته د خلکو د لېږلو د مخنیوي ذمه واري تر ډېره د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف ای اې) پر غاړه ده. انساني قاچاقبر او په غیرقانوني توګه بهر ته د خلکو لېږدونکي د ښه روزګار او په اروپا کې د ښه ژوند په ژمنو له ځوانانو څخه پیسې اخلي، خو د هغوی د خوندي سفر او قانوني اسنادو هېڅ ضمانت نه شي ورکولای.
د باجوړ د دغو ځوانانو د سفر بندوبست چا کړی و؟ له کورنیو یې څومره پیسې اخیستې وې؟ هغوی ته په اروپا کې د روزګار او ژوند په اړه څه ژمنې شوې وې؟ دا هغه پوښتنې دي چې لا هم ځواب شوې نه دي.
دا هم نه ده معلومه چې د دغو ځوانانو د سفر د بندوبست کوونکو کسانو پر ضد کوم قانوني اقدام شوی دی او که نه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او وفاقي تحقیقاتي ادارې رسمي دریځ تر اوسه شال نیوز ته نه دی رسېدلی. شال نیوز په خپلواکه توګه د پېښې د ټولو قربانیانو شمېر، د هغوی پېژندګلوي او د مړو د موندلو په اړه معلومات نه دي تایید کړي.
جنازې ادا شوې، خو انتظار لا پاتې دی
د باجوړ په ګڼو کلیو کې د ورکو ځوانانو غایبانه جنازې ادا شوې، خلکو فاتحې ولوستې او له غمجنو کورنیو سره یې غمرازي وکړه. خو د دغو کورنیو لپاره تر ټولو سخته خبره دا ده چې لا هم د خپلو زامنو د ژوند او مرګ په اړه کره معلومات نه لري.
که ژوندي وي، چېرته دي؟ که مړه شوي وي، مړي یې چېرته دي؟ ایا د هغوی د موندلو لپاره څوک لټون کوي؟ او که مړي یې وموندل شي، نو کله به خپلو کلیو ته راوړل کېږي؟ څلور میاشتې وړاندې دروېش خان خپل زوی ته ویل چې په کور کې یې ډوډۍ شته او بهر ته دې نه ځي.
محمد بیا په اروپا کې د خپل راتلونکي په لټه کې له کوره ووت. هغه سفر چې د ښه ژوند په هیله پیل شوی و، اوس یې کورنۍ د ژوند او مرګ د خبر ترمنځ په انتظار کې ساتلې ده. د لوی ماموندو دغه سپین ږیري پلار د خپل کشر زوی غایبانه جنازه ادا کړې ده، خو نه یې د زوی مړی لیدلی او نه یې قبر معلوم دی.
د دروېش خان لپاره د اروپا د خوب کیسه اوس د خپل زوی د برخلیک معلومېدو په انتظار بدله شوې ده.


سلمان یوسفزی