کېنبرا (شال نیوز) : د اسټرالیا افغان الاصله سناتورې فاطمه پیمان د نومبر پر ۲۵مه خپله شپږ میاشتنۍ لور په غېږ کې نیولې وه او د دغه هېواد د سېنېټ غونډې ته یې وینا وکړه.
پیمان، چې د لوېدیځې اسټرالیا خپلواکه سناتوره ده، په داسې حال کې وینا وکړه چې سېنېټ پر انټرنېټ د زیان رسوونکو موادو د مخنیوي او د ډیجیټلي شبکو د مسوولیتونو په اړه پر یوې قانوني مسودې بحث کاوه.
د غونډې په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې بله خپلواکه سناتوره لیډیا تورپ هم د پیمان له وړې لور سره لوبې کوي. فاطمه پیمان پر ټولنیزو رسنیو په یوه بیان کې ویلي چې سېنېټ دغه قانوني مسوده منظوره کړې ده.
د هغې په وینا، دا د هغو لویو ټکنالوجۍ شرکتونو د مسوول ګرځولو پر لور لومړنی ګام دی چې د خلکو تر خوندیتوب ګټې ته لومړیتوب ورکوي. دا لومړی ځل نه دی چې پیمان خپله لور پارلمان ته له ځان سره بیایي.
هغې د روان کال د سېپټمبر پر اتمه هم خپله لور د سېنېټ غونډې ته راوستې وه او د ماشوم تر زېږون وروسته یې د میندو د ستونزو په اړه خبرې کړې وې. فاطمه پیمان په افغانستان کې زېږېدلې او اته کلنه وه چې له خپلې کورنۍ سره اسټرالیا ته کډه شوه.
هغه په ۲۰۲۲م کال کې د لېبر ګوند له خوا د سېنېټ غړې وټاکل شوه، خو په ۲۰۲۴م کال کې یې د فلسطین په اړه د ګوند له مشرتابه سره تر اختلاف وروسته له ګونده استعفا وکړه. پیمان د اسټرالیا د وفاقي پارلمان لومړنۍ ښځینه غړې ده چې په حجاب کې پارلمان ته منتخب شوې ده.
هغه د لوېدیځې اسټرالیا لومړنۍ سناتوره هم ده چې د سېنېټ د غړیتوب پر مهال یې ماشوم زېږېدلی دی. په ۲۰۱۶م کال کې د اسټرالیا د پارلمان په اصولو کې بدلون وشو چې له مخې یې سناتورانو ته اجازه ورکړل شوه چې خپل واړه ماشومان د پالنې او شیدو ورکولو لپاره د پارلمان غونډو ته له ځان سره بوځي.
په ۲۰۱۷م کال کې د اسټرالیا د ګرین ګوند سناتورې لاریسا واټرز د سېنېټ په غونډه کې خپلې وړې لور ته تی ورکړی و. د پیمان له خپلې لور سره په پارلمان کې ګډون یو ځل بیا د هغو میندو د ستونزو په اړه بحثونه راپارولي دي چې د خپلو ماشومانو د پالنې ترڅنګ دندې هم ترسره کوي.


شال نیوز