پاریس (شال نیوز) : د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو او جینکو لګول شوي بندیزونه په اوسنۍ نړۍ کې د تبعیض تر ټولو سختې بېلګې دي او د طالبانو تګلاره د جنسیتي اپارټایډ بڼه لري.
نوموړي د فرانسې په پارلېمان کې د وینا پر مهال ویلي چې طالبان په منظم ډول افغانې ښځې او جینکۍ له خپلو بنیادي حقونو محروموي او د تعلیم، کار، روغتیايي خدماتو او ټولنیز ژوند په بېلابېلو برخو کې یې د ګډون مخه نیسي.
بارو ویلي چې د طالبانو د دغو بندیزونو له امله افغانې ښځې له عامه ژوند څخه ګوښه شوې دي او د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ګډون موقعې ترې اخیستل شوې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې فرانسه د طالبانو له حکومت سره د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو جوړولو اراده نه لري او له طالبانو سره هر ډول تخنیکي اړیکې د هغوی د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې په تېرو پنځو کلونو کې د افغانو ښځو او جینکو ملاتړ کړی او په دې موده کې یې د هغوی لپاره د ۱۸۷ میلیونه یورو بشري مرستې برابرې کړې دي.
د نوموړي په وینا، فرانسې په تېرو پنځو کلونو کې ۱۸ زره او ۵۰۰ افغانو ښځو ته په خپل هېواد کې پناه ورکړې او د سیمې په هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته یې ۱۳۰۰ بشري ویزې هم ورکړې دي. بارو اعلان کړی چې فرانسه به د افغانو ښځو او جینکو د ملاتړ لپاره نور اقدامات هم وکړي.
د نوموړي په وینا، د ۲۰۲۷م کال په جنورۍ کې به ۵۰ افغانو جینکو ته د فرانسې په پوهنتونونو کې داخله ورکړل شي او د سپتمبر په میاشت کې به ۳۵ نورې افغانې ښځې د فرانسې د حکومت له تعلیمي بورسونو برخمنې شي.
هغه زیاته کړې چې فرانسه په پام کې لري په راتلونکي کال کې د افغانو ښځو د منلو ظرفیت ۵۰ فیصده زیات کړي او ۲۰۰ نورو افغانو ښځو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو زمینه برابره کړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د دغو منصوبو د عملي کولو لپاره به د سیمې په هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان کې، د فرانسې ډیپلوماتیک حضور پیاوړی شي.
طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته له رسېدو وروسته د شپږم ټولګي نه پورته د جینکو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي. ښځې یې په پوهنتونونو کې له تعلیم او په ګڼو دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو هم منع کړې دي.
د ښځو او جینکو پر وړاندې د طالبانو پر بندیزونو ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو ادارو او ګڼو هېوادونو په وار وار نیوکې کړې دي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د تازه څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت غبرګون په ورکړل شویو معلوماتو کې نه دی شامل.


شال نیوز