باجوړ (شال نیوز) : د لیبیا د کشتۍ په پېښه کې د وژل شویو نورو درې کسانو غایبانه جنازه د باجوړ ضلعې د لوی ماموند په لغړۍ کلي کې ادا شوې ده.

 

د شورو په ورځ (د نومبر په ۲۵مه) د سیمه ییزو معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې اصف د ګل سید زوی، سلیمان د لعل جان زوی او نعمت الله د شامل زوی شامل دي، چې درې واړه د لغړۍ کلي اوسېدونکي وو.

 

تر دې وړاندې د ماموند تحصیل په نختر سیمه کې هم د دغې پېښې د شپږو وژل شویو کسانو غایبانه جنازه ادا شوې وه. له دې سره د سیمه ییزو راپورونو له مخې، د لیبیا د کشتۍ په پېښه کې د باجوړ د وژل شویو کسانو شمېره لږ تر لږه نهو ته رسېدلې ده.

 

د لیبیا د کښتۍ پېښه؛ د باجوړ د ۲۵ ځوانانو د مړینې خبر، د شپږو غایبانه جنازه شوې
د لیبیا د کښتۍ پېښه؛ د باجوړ د ۲۵ ځوانانو د مړینې خبر، د شپږو غایبانه جنازه شوې

 

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې ټول ۳۵ کسان وژل شوي، خو دغه شمېره لا په رسمي توګه نه ده تایید شوې. د وژل شویو کسانو کورنیو ته د هغوی د مرګ خبر د ایجنټ له خوا ورکړل شوی، خو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، تر اوسه د هغوی مړي له سمندر څخه نه دي را ایستل شوي.

 

د باجوړ د ځوانانو د وژل کېدو خبر د ماموند په سیمه کې د غم او ماتم فضا خوره کړې ده.

 

 

هر کال د پاکستان ګڼ شمېر ځوانان د روزګار او ښه ژوند په لټه کې له غیرقانوني لارو اروپا ته د رسېدو هڅې کوي. په دغو لارو کې له لیبیا څخه د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته سفر یوه له خطرناکو لارو څخه ګڼل کېږي.

 

بې روزګاري، غربت او د روزګار د موقعو کموالی هغه ستونزې دي چې ګڼ شمېر ځوانان د داسې خطرناکو سفرونو کولو ته اړ باسي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د دغې پېښې، د وژل شویو پاکستانیانو د کره شمېرې او د هغوی د مړو د موندلو په اړه تازه رسمي معلومات لا نه دي ترلاسه شوي.