واڼا (شال نیوز) : د کوز سويلي وزيرستان د واڼې په سیمه، د ثمرباغ د اداخېل په کلي کې نن سهار پر یوه کور په یو وخت کې درې ډرون بریدونه شوي دي.

 

د لومړنیو راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د یوې وسله‌والې ناقانونه ډلې غړو ته د درنو ځاني زيانونو اړولو ادعا شوې ده. له پېښې وروسته په سیمه کې د اعلانونو غږونه هم اورېدل شوي دي.

 

د ځايي سرچینو په وینا، په نښه شوی کور له تېرو څو میاشتو راهیسې خالي و. خو په بریدونو کې د اوښتو ځاني زيانونو او نورو جزئیاتو په اړه تر اوسه خپلواکه سرچینو تایید نه دی کړی. د یادونې وړ ده چې له څو کلونو راهیسې په ثمرباغ کلي کې وسله‌ وال کسان شتون او کنټرول لري.