عشق اباد (شال نیوز) : ترکمنستاني چارواکي وایي، تمه لري چې د روان ۲۰۲۶ کال تر پایه به د افغانستان تر هرات پورې د ګېس ۱۵۳ کیلومیټره پایپ لاین بشپړ شي او د راتلونکي کال په لومړیو کې به هرات ته د ګېس ورکول پیل شي.
د ترکمنستان د چارواکو په وینا، تر اوسه شاوخوا ۱۲۴ کیلومیټره پایپ لاین غځول شوی او د پاتې ۲۹ کیلومیټره پایپ لاین کار لا روان دی. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دې منصوبې پر دغه برخه شاوخوا ۶۰ کروړه امریکايي ډالره لګښت راځي.
د ترکمنستان د تېلو او ګېس ادارې د معلوماتو له مخې، د هرات تر صنعتي سیمې پورې د ګېس رسولو، د ګېس وېش مرکزونو جوړولو او د ګېس په وسیله د برېښنا پیدا کولو پر منصوبو هم غور روان دی.
د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګېس پایپ لاین منصوبه چې په «ټاپي» نوم یادېږي، شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومیټره اوږدوالی لري او اټکل کېږي چې پر بشپړولو به یې لس اربه ډالره لګښت راشي.
د منصوبې له مخې، ترکمنستان به هر کال د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ۳۳ اربه مکعب میټره قدرتي ګېس رسوي. خو د منصوبې د پاتې برخو لپاره د پیسو برابرول، د پاکستان او افغانستان ترمنځ روان تاوتریخوالی، د پاکستان او هند خرابې اړیکې او په بلوچستان کې امنیتي حالات لا هم د دې منصوبې پر وړاندې خنډونه دي.
پاکستان د دې منصوبې د بشپړولو لپاره خپله دلچسپي څرګنده کړې، خو هند تر اوسه د وروستیو پرمختګونو په اړه څه نه دي ویلي. ترکمنستان دا مهال د خپل قدرتي ګېس زیاته برخه پر چین خرڅوي او د ټاپي منصوبې له لارې غواړي د جنوبي اسیا بازارونو ته هم لاسرسی پیدا کړي.
هرات ته د ګېس ورکولو کره نېټه، مقدار او بیه لا نه دي ټاکل شوي.


شال نیوز