ډېره اسماعیل خان (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د نامعلومو وسله والو په ډزو د پولیسو یو انسپکټر کامران خان محسود وژل شوی دی.

 

د پولیسو په وینا، پېښه د نومبر په ۲۶ مه د ډیال پر سړک هغه مهال شوې چې انسپکټر کامران خان محسود له دغه سړکه تېرېده. وسله والو پرې ډزې کړې او نوموړی یې سخت ټپي کړی دی. هغه وروسته د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

 

پولیس وايي، کامران خان محسود د وزیرستان په پولیس لاین کې دنده ترسره کوله. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او سیمه یې کلابنده کړې ده. د پولیسو په وینا، بریدګر له سیمې تښتېدلي او د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

 

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی او د پېښې د انګېزې په اړه هم څه نه دي ویل شوي.