پېښور (شال نیوز) : د پاکستان وفاقي حکومت د خېبر پښتونخوا په ټاکلو ۱۲ ضلعو کې د ځانګړو اقداماتو او پرمختیايي منصوبو د څارنې لپاره د پېښور د کور کمانډر په مشرۍ ۱۲ کسیزه انتظامي کمېټي جوړه کړې ده. د نومبر په ۲۴مه په جاري شوې سرکاري اعلامیه کې ویل شوي چې وزیراعظم شهباز شریف دغه کمېټي د خېبر پښتونخوا د ځانګړو اقداماتو د ۲۰۲۶م کال د آرډیننس د درېیمې دفعې لاندې جوړه کړې ده.

 

د کمېټۍ د جوړولو مقصد په هغو ضلعو کې د روانو پرمختیايي منصوبو بشپړول او د نویو منصوبو عملي کول دي چې بېړنی حالت پکې نافذ دی. د اعلامیې له مخې، د پېښور کور کمانډر د کمېټۍ مشر، اېډیشنل چیف سېکرټري مرستیال مشر او د پوځ د یوولسم کور د ټولنیز ثبات د څانګې ډایرکټر د رابطې افسر ټاکل شوی دی.

 

په کمېټۍ کې د منصوبه بندۍ او پرمختیا، مالیې او اقتصادي پرمختګ سېکرټریان، د پرمختیايي منصوبو چیف انجینیر او یو شمېر پوځي چارواکي هم شامل دي. په دغو ۱۲ ضلعو کې شمالي وزیرستان، بر جنوبي وزیرستان، کوز جنوبي وزیرستان، باجوړ، مومند، خېبر، کورمه، اورکزي، بنو، لکي مروت، ټانک او ډېره اسماعیل خان شاملې دي.

 

کمېټۍ ته کوم اختیارات ورکړل شوي دي؟

 

د نوي آرډیننس له مخې، کمېټۍ ته د پرمختیايي منصوبو د ټاکلو، منظورولو، عملي کولو او څارنې پراخ مالي او انتظامي اختیارات ورکړل شوي دي. کمېټي به ټاکي چې کومې منصوبې بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري، کومې ادارې به یې عملي کوي او سرکاري پیسې به څنګه لګول کېږي.

 

پوځي ادارو ته هم د پرمختیايي منصوبو د عملي کولو ذمه واري سپارل کېدای شي. کمېټي به لږ تر لږه په میاشت کې یوه غونډه کوي، خو د اړتیا په صورت کې به اضافي غونډې هم رابلل کېږي.

 

فیصلې به د غړو د اکثریت په رایو کېږي، خو که رایې برابرې شي، نو د کمېټۍ د مشر رایه به پرېکنده وي.

د سرکاري پیسو لګول او قانوني څارنه د نوي آرډیننس له مخې، په ټاکلو ضلعو کې به د سرکاري سامانونو د اخیستلو او ټېکو ورکولو ځینې موجود صوبايي قوانین پر دغو ځانګړو منصوبو نه عملي کېږي.

 

په آرډیننس کې دا هم ویل شوي چې په تجارتي معاملو او تړونونو کې د انتظامي بې قاعدګیو پلټنه به هغه وخت کېدای شي چې د شخصي مالي ګټې ترلاسه کولو شواهد موجود وي. د آرډیننس د لسمې دفعې له مخې، عام سول عدالتونه به د دغه قانون لاندې د شویو اقداماتو او فیصلو په اړه د مقدمو اورېدو اختیار نه لري.

 

د خېبر پښتونخوا لپاره دوه بېل انتظامي نظامونه

 

وفاقي حکومت تېره اوونۍ د خېبر پښتونخوا د پرمختیايي چارو لپاره دوه بېل آرډیننسونه جاري کړي وو. یو آرډیننس د هغو ۱۲ ضلعو لپاره دی چې د ځانګړو انتظامي اقداماتو لاندې راوستل شوې دي او بل د صوبې د پاتې ضلعو لپاره دی.

 

د ټاکلو ضلعو د انتظامي کمېټۍ غړي به وزیراعظم ټاکي، خو د صوبې د پاتې ضلعو د کمېټۍ د غړو ټاکلو اختیار ګورنر ته ورکړل شوی دی. د پاکستان صدر اصف علي زرداري د نومبر په ۲۱مه د خېبر پښتونخوا په اړه د پنځو آرډیننسونو منظوري ورکړې وه.

 

دغه اقدامات په داسې حال کې کېږي چې د اکتوبر په ۱۱مه په خېبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له نافذېدو وروسته وفاقي حکومت له امنیتي ستونزو سره د مخ ۱۲ ضلعو لپاره بېل انتظامي نظام رامنځته کړی دی.

 

د نوي نظام له مخې به په دغو ضلعو کې د پرمختیايي منصوبو په اړه په مهمو فیصلو کې د ملکي چارواکو ترڅنګ پوځي چارواکي هم برخه لري. پاکستان تحریک انصاف له دې وړاندې د دغو ضلعو لپاره د بېل انتظامي نظام د جوړولو مخالفت کړی او دا یې د اساسي قانون د اتلسم ترمیم خلاف اقدام بللی و.

 

لا څرګنده نه ده چې د نویو پرمختیايي منصوبو لپاره به څومره پیسې ځانګړې کېږي او د منصوبو په ټاکلو کې به د سیمې منتخب استازي، ځايي حکومتونه او ولسي مشران څه کردار لري. د نوې کمېټۍ د جوړېدو په اړه د پاکستان تحریک انصاف او نورو سیاسي ګوندونو تازه غبرګون لا نه دی ترلاسه شوی.