لاهور (شال نیوز) : د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د پنجاب په سرګودها کې د خپل ګوند پر کنفرانس د بندیزونو او د ګوند د مشرانو او کارکنانو د نیولو پر ضد په ټول پاکستان کې د احتجاجونو اعلان کړی دی.
نوموړي د نومبر پر ۲۶مه د خپل ګوند پر رسمي اېکس پاڼه په خپاره شوي ویډیويي پیغام کې له کارکنانو غوښتي چې په خپلو سیمو کې سوله ییز احتجاجونه وکړي او لویې لارې او موټروې وتړي.
فضل الرحمان ادعا کړې چې انتظامیې سرګودها ته تلونکې لارې تړلې او پولیس یې د کنفرانس په ځای کې پر ځای کړي دي. نوموړي ویلي چې په لاهور کې یې د استوګنې ځای مخې ته هم کانټینرونه درول شوي، خو دی لا هم سرګودها ته د تګ اراده لري.
بلخوا د سرګودها د سیمې د پولیسو مشر سهیل سکھیرا د جمعیت علمای اسلام د مرکزي جنرل سیکرټري او د قامي اسمبلۍ غړي مولانا عبدالغفور حیدري، مولانا امجد خان او د جمعیت طلبه اسلام د مرکزي مشر ملک اویس د تګ راتګ د محدودولو تصدیق کړی دی.
د پولیسو مشر ویلي چې دغو درېیو کسانو ته د ۱۴۴مې دفعې د خلاف ورزۍ په تړاو نوټسونه ورکړل شوي دي. د هغه په وینا، د ګوند یو شمېر نور مشران هم نیول شوي دي. د سرګودها انتظامیې د نومبر پر ۲۳مه د اوو ورځو لپاره پر سیاسي غونډو، جلسو، جلوسونو او احتجاجونو بندیز لګولی دی.
د سرګودها ډپټي کمشنر حسین احمد رضا چوهدري د یوه بل حکم له مخې، سرګودها ضلعې ته د مولانا فضل الرحمان په ګډون د نهو دیني او سیاسي مشرانو پر داخلېدو د ۳۰ ورځو لپاره بندیز لګولی دی. انتظامیې د امن او امان اندېښنې د دغو بندیزونو وجه بللې ده.
فضل الرحمان ادعا کړې چې له راولپنډۍ څخه تر ډېره غازي خان پورې د ګوند د کارکنانو د نیولو لړۍ روانه ده. نوموړي دا ادعا هم کړې چې د جمعیت علمای اسلام د سرګودها د مشر زوی، چې وکیل هم دی، پولیسو نیولی او وهلی دی.
بلخوا د لاهور پولیسو په لاهور های کورټ کې په خپل لیکلي ځواب کې ویلي چې مولانا فضل الرحمان نه نیول شوی او نه یې د نظربندۍ کوم حکم جاري شوی دی. ټاکل شوې وه چې د نومبر پر ۲۶مه د سرګودها پر فاطمه جناح روډ د جمعیت علمای اسلام له خوا د پاکستان د اساسي قانون او ولسي حقونو د تحفظ په نوم کنفرانس وشي.
د جمعیت علمای اسلام او وفاقي حکومت ترمنځ اختلافات په اکتوبر میاشت کې په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج له لګولو وروسته زیات شوي دي. فضل الرحمان د حکومت د دغه اقدام مخالفت کړی و. تر اوسه د سرګودها کنفرانس د ترسره کېدو او په ټول هېواد کې د احتجاجونو د پیل په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.


طاهر جمیل خان