کابل (شال نیوز) : په کابل کې د حقاني شبکې د بنسټ اېښودونکي جلال الدین حقاني د زوی انس حقاني د «ټکنده غرمه» په نوم د شعري ټولګې مخکتنه شوې ده. د طالبانو د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ د نومبر پر ۲۶مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه غونډه د نومبر پر ۲۵مه ماښام د دبستان فرهنګي مرکز له خوا جوړه شوې وه.

 

د ځدراڼ په وینا، په غونډه کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو پر لیکوالانو او شاعرانو سربېره، د پښتونخوا یو شمېر شاعرانو او ادبي شخصیتونو هم ګډون کړی و. انس حقاني د طالبانو د کورنیو چارو د اوسني وزیر سراج الدین حقاني کشر ورور دی، چې د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت پر مهال ورته د اعدام سزا اورول شوې وه.

 

نوموړی په ۲۰۱۴م کال کې نیول شوی و. د افغانستان د ملي امنیت ریاست هغه مهال پر نوموړي تور پورې کړی و چې د حقاني شبکې لپاره یې په عربي هېوادونو کې مالي مرستې راټولولې او د دغې شبکې په تبلیغاتي فعالیتونو او مهمو پرېکړو کې یې ونډه لرله.

 

انس حقاني دغه تورونه رد کړي وو. نوموړي شاوخوا پنځه کاله په زندان کې تېر کړل او په ۲۰۱۶م کال کې ورته د افغانستان یوې محکمې د اعدام سزا واوروله. انس حقاني د ۲۰۱۹م کال په نومبر کې له دوو نورو طالب بندیانو سره د هغو دوو بهرنیو استادانو د خوشې کولو په بدل کې له زندانه خوشې شو، چې طالبانو تښتولي وو.

 

په دغو استادانو کې د امریکا کېون کینګ او د اسټرالیا ټیموتي ویکس شامل وو. انس حقاني له زندانه تر خوشې کېدو وروسته په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړی شو او د دوحې په مذاکراتو کې یې ګډون وکړ.

 

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نوموړی په سیاسي، ادبي او فرهنګي غونډو کې هم ګډون کوي. د هغه د تازه شعري ټولګې د چاپ شمېر، د شعرونو موضوعاتو او د خپرندویې ادارې په اړه په ورکړل شویو معلوماتو کې تفصیل نشته.