پېښور (شال نیوز) : پېښور های کورټ د خېبر پښتونخوا حکومت ته امر کړی چې د ګلیاتو د ځنګلونو د تحفظ لپاره د ماهرینو یوه کمېټي جوړه کړي او دغه کمېټي په دوو میاشتو کې خپله دنده بشپړه کړي.

 

د جسټس سید ارشد علي او جسټس بابر ستار پر مشتمل دوه کسیزه عدالتي بېنچ دغه امر د ګلیاتو د تحفظ تحریک د درخواست د اورېدنې پر مهال کړی دی. عدالت د ګلیاتو پرمختیايي ادارې ته هم امر کړی چې کمېټۍ ته د ټولو منظور شویو هوټلونو، استوګنیزو او تجارتي ودانیو بشپړ ریکارډ ورکړي.

 

عدالت ویلي چې د ودانیو جوړولو پر قوانینو دې له سره غور وشي او د نوو تعمیراتو پر مهال دې د قدرتي چاپېریال تحفظ ته پام وشي. عدالت سپارښتنه کړې چې په کمېټۍ کې دې د چاپېریال، انجینرۍ، ځنګلونو او ښاري منصوبه بندۍ ماهرین شامل کړل شي.

 

ګلیات د خېبر پښتونخوا د ایبټ اباد ضلعې یوه مهمه سیاحتي سیمه ده، چې د ګڼو ځنګلونو، قدرتي ښکلا او بېلابېلو وحشي ژوو له امله شهرت لري. په سیمه کې د ځنګلونو وهل، د ابادۍ پراخېدل او د تعمیراتي چارو زیاتوالی د قدرتي چاپېریال د تحفظ لپاره له مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږي.

 

د خېبر پښتونخوا د ګورنر د قانوني چارو سلاکار عامر جاوېد هم د نومبر پر شپږمه د نتیاګلۍ، ډونګاګلۍ او تهنډیاني د ځنګلونو د تحفظ په اړه یوې غونډې ته ویلي وو چې حکومت باید د ځنګلونو پر ځمکو د ناجایزه قبضو او غیرقانوني تعمیراتو مخه ونیسي.

 

نوموړي په سیمه کې د ۶۷ اووه پوړیزو هوټلونو د تعمیراتي چارو د جاج اخیستلو هدایت هم کړی و. د مقدمې راتلونکې اورېدنه د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ پر ۱۹مه ټاکل شوې ده. د عدالت د لیکلي حکم اصلي کاپي لا شال نیوز ته نه ده رسېدلې.