پېښور (شال نیوز) : د پېښور پولیس وايي، په ښار کې د غلاوو او ډاکو د مخنیوي لپاره د «سټریټ فایټ» په نوم د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې په تېرو دوو اوونیو کې نهه شکمن کسان په مبینه پولیس مقابلو کې وژل شوي دي.

 

د پېښور د پولیسو د تحقیقاتو مشر اېس اېس پي ډاکټر سمیع د نومبر پر ۲۶مه ویلي چې د روانې میاشتې پر مهال د ۸۵۰ شکمنو کسانو پخوانی ریکارډ بیا کتل شوی دی.

 

نوموړی وايي، د تحقیقاتو پر مهال د هغو ډلو په اړه هم معلومات ترلاسه شوي چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې له خلکو څخه په زور د موبایل ټېلیفونونو، نغدو پیسو او نورو قیمتي شیانو په تروړلو تورنې دي.

 

د پولیسو په وینا، په پېښور کې ۱۵ داسې سیمې په ګوته شوې دي چې د غلاوو او ډاکو پېښې پکې زیاتې کېږي. پولیسو په دغو سیمو کې ګشت زیات کړی او ځانګړې ډلې یې جوړې کړې دي چې د غلاوو او ډاکو د پېښو په صورت کې سمدستي کارروایي وکړي.

 

ډاکټر سمیع وايي، پولیسو په بېلابېلو مقدمو کې له ۲۷ مطلوبو کسانو څخه یو شمېر سامانونه هم ترلاسه کړي دي. د نومبر پر ۲۶مه پولیسو د سیف الله او روح الله په نومونو د دوو شکمنو کسانو د وژلو او د ذیشان په نوم د یوه بل شکمن کس د ژوبل کېدو او نیولو خبر ورکړی دی.

 

تر دې وړاندې پولیسو د شاه پور او څمکنیو په سیمو کې هم د مختیار په نوم د یوه شکمن کس د وژلو او د اسرافیل او جهانګیر په نومونو د دوو نورو کسانو د ژوبل کېدو او نیولو خبر ورکړی و.

 

پولیسو د نومبر پر ۲۱مه هم د ناصر، زاهد او نعیم په نومونو د شکمنو کسانو د وژل کېدو په اړه معلومات ورکړي وو. د پولیسو ادعا ده چې دغه کسان د ډاکو، قتل، اقدام قتل، پر پولیسو د ډزو او د نشه یي موادو د خرڅولو په مقدمو کې مطلوب وو.

 

د پېښور د پولیسو مشر ډاکټر میا سعید احمد د نومبر میاشتې په پیل کې د «سټریټ فایټ» په نوم د دغو عملیاتو د پیل کولو امر کړی و. د پولیس چارواکو په وینا، د دغو عملیاتو یو مقصد د ژمي په موسم کې د غلاوو او ډاکو د پېښو د احتمالي زیاتوالي مخنیوی هم دی.

 

پولیس وايي، د خلکو د سر او مال د تحفظ لپاره به دغه عملیات دوام لري. البته د وژل شویو کسانو پر ضد د پولیسو د تورونو او د مبینه پولیس مقابلو د څرنګوالي خپلواکه تصدیق نه دی شوی. دا هم لا نه ده معلومه چې د دغو کسانو د وژل کېدو په اړه کومې عدالتي پلټنې پیل شوې دي او که نه.