مسکو (شال نیوز) : د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف وايي، طالبان په خپل لګښت داعش ځپي؛ هغه ډله چې روسیې او منځنۍ اسیا ته د ګواښ پېښولو وړتیا لري.

 

ضمیر کابلوف له دولتي خبري اژانس «تاس» سره په مرکه کې ویلي، د منځنۍ اسیا د امنیت په برخه کې د روسیې او طالبانو ترمنځ همکاري نه ده درېدلې. نوموړي ټینګار کړی، طالبان په دې برخه کې خپل مسوولیت ترسره کوي او د داعش پر وړاندې د خپلو اقداماتو له امله ترې مننه کوي.

 

کابلوف د روسیې د لومړي وزیر د اقتصادي چارو د مرستیال، الکسي اوورچوک کابل ته د سفر په اړه هم خبرې کړې او ادعا یې کړې چې دغه سفر د افغانستان د خلکو ترمنځ پراخ لېوالتیا او خوښي راپارولې ده.

 

د نوموړي په وینا، افغانان د یوه دومره لوی پلاوي له حضور او د هغو نویو فرصتونو له رامنځته کېدو خوښ دي چې په دې سفر سره یې د پرانیستل کېدو تمه کېږي.

 

الکسي اوورچوک د نومبر ۱۱مه وروسته له هغې چې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند، د دویم ځل لپاره افغانستان ته سفر وکړ او د طالبانو د حکومت له یو شمېر چارواکو، په ګډون د ریاست‌الوزرا له مشر، د هغه له اقتصادي مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره یې لیدنې او خبرې وکړې.

 

کابلوف ویلي، که اړین هوکړه‌لیکونه او هوکړې ترلاسه شي، د طالبانو د حکومت پلاوي هم کولای شي روسیې ته سفر وکړي.