کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د جمعیت علمای اسلام د مشرانو د نیولو پر ضد احتجاجونه روان دي، چې له امله یې ګڼې مهمې قامي لارې د هر ډول ټرافیک پر مخ تړل شوې دي.

 

د نومبر پر ۲۶مه د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن په غوښتنه د دغه ګوند غړو د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې احتجاجونه پیل کړي دي.

 

احتجاج کوونکو د حب بای پاس په مقام د کوټې او کراچۍ ترمنځ قامي لاره تړلې ده، بلخوا په خانوزۍ کې هم د دغه ګوند غړو پر قامي لویه لاره د ګاډو تګ راتګ بند کړی دی. د کوټې او چمن ترمنځ قامي لاره هم د یارو په مقام د هر ډول ټرافیک پر مخ تړل شوې ده.

 

فضل الرحمان په ټول پاکستان کې د احتجاجونو اعلان کړی، پولیسو د جمعیت د درېیو مشرانو د نظربندۍ تصدیق کړی
فضل الرحمان په ټول پاکستان کې د احتجاجونو اعلان کړی، پولیسو د جمعیت د درېیو مشرانو د نظربندۍ تصدیق کړی

 

دغه راز د لسبېلې ضلعې په اوتل کې د جمعیت علمای اسلام غړو په صدیق اکبر چوک او لکرا موړ کې احتجاج کړی او لاره یې تړلې ده. د دغو لارو د تړل کېدو له امله مسافر، ټرانسپورټران او عام خلک له ستونزو سره مخ دي.

 

مولانا فضل الرحمن تر دې وړاندې په یوه ویډیويي پیغام کې ادعا کړې وه چې د پنجاب په سرګودها ښار کې د دوی د ګوند د کنفرانس د مخنیوي لپاره یو شمېر مشران او غړي نیول شوي دي. نوموړي د دغو اقداماتو پر ضد په ټول پاکستان کې د سوله ییزو احتجاجونو غږ کړی و.

 

د بلوچستان انتظامیې د دغو لارو د تړل کېدو په اړه دریځ په ترلاسه شویو معلوماتو کې نه دی څرګند شوی.