پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د ځنګلي ځناورو او مرغانو د تحفظ محکمې د ملاکنډ او هزارې ډویژنونو په غرنیو سیمو کې د درې ډوله ځنګلي مرغانو د ښکار لپاره د ۹۱ اجازت نامو جاري کولو اعلان کړی دی.
د محکمې له خوا د نومبر پر ۲۵مه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ښکار موسم به د نومبر پر ۲۷مه پیل او د ۲۰۲۷م کال د فرورۍ تر ۲۸مې پورې دوام ولري.
محکمې د کوکلاس په نوم د غرنۍ چرګې د ښکار لپاره ۲۵، د سپین تاج لرونکي کلیج مرغه لپاره ۳۶ او د رام چکور لپاره ۳۰ اجازت نامې ځانګړې کړې دي. په دغو ۹۱ اجازت نامو کې ۴۸ د ملاکنډ او ۴۳ د هزارې ډویژن لپاره ټاکل شوې دي.
د ښکار لپاره په ټاکل شویو سیمو کې سوات، شانګله، بونېر، بر او کوز دیر، چترال، کوهستان، بټګرام، مانسهره، ګلیات او اېبټ اباد شامل دي. د ځنګلي ځناورو او مرغانو د تحفظ محکمې د هرې اجازت نامې فیس یو لک او ۲۵ زره روپۍ ټاکلی دی.
هره اجازت نامه به د ۳۰ ورځو لپاره د اعتبار وړ وي او یو ښکاری به د ښکار په ټول موسم کې له درېو څخه زیاتې اجازت نامې نه شي ترلاسه کولای. که ټولې ۹۱ اجازت نامې جاري شي، نو محکمه به ترې یو کروړ، ۱۳ لکه او ۷۵ زره روپۍ ترلاسه کړي.
د محکمې په وینا، د دغو پیسو ۹۰ فیصده به د مقامي خلکو پر پرمختګ، روزګار او د ځنګلي ځناورو او مرغانو پر تحفظ لګول کېږي او پاتې لس فیصده به سرکاري خزانې ته جمع کېږي. محکمه وايي، د دې پروګرام مقصد د غیرقانوني ښکار مخنیوی، د ځنګلي مرغانو د نسلونو تحفظ او مقامي خلکو ته د عاید ذرېعې برابرول دي.
د خېبر پښتونخوا په غرنیو سیمو کې ګڼ شمېر ځنګلي مرغان او ځناور ژوند کوي چې غیرقانوني ښکار، د ځنګلونو وهل او د هغوی د قدرتي استوګنځایونو کمېدل یې د نسلونو لپاره خطر جوړولای شي. البته محکمې په خپله اعلامیه کې د دغو درې ډوله ځنګلي مرغانو د اوسني شمېر په اړه تفصیلي معلومات نه دي ورکړي.


شال نیوز