ریاض (شال نیوز) : د سعودي عربستان چارواکي وایي، د یمن حوثي وسلهوالو د نومبر په ۲۴مه په پلازمېنه ریاض کې د دولتي پانګونې صندوق پر مرکزي ودانۍ برید کړی، چې ۱۱ کسان پکې ژوبل شوي دي.
دا په څه کم یوه اوونۍ کې پر دغې ۸۰ پوړیزې ودانۍ دویم برید دی. د سعودي عربستان د ولسي دفاع ادارې د معلوماتو له مخې، په ژوبل شویو کسانو کې څلور مصریان، درې نیپالیان، دوه هندیان او دوه سعودي وګړي شامل دي.
په ژوبل شویو کسانو کې هغه مزدوران هم شامل دي چې د مخکیني برید له امله یې د ودانۍ زیانمنې برخې ترمیمولې. د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف ویاند مېجر جنرل ترکي المالکي ویلي چې حوثیانو پر دغې ودانۍ د بېپیلوټه الوتکې برید کړی دی.
نوموړي دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې سعودي عربستان به ورته سخت ځواب ورکړي. تر دې وړاندې د نومبر په ۱۹مه هم پر همدې ودانۍ برید شوی و، چې مالي زیان یې اړولی و، خو چاته پکې مرګژوبله نه وه اوښتې.
حوثي وسلهوالو تر اوسه په رسمي توګه د وروستي برید ذمهواري نه ده منلې، خو د هغوی تر واک لاندې رسنیو د برید خبر خپور کړی دی. د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع خبرداری ورکړی چې د جدې په ګډون د سره سمندرګي پر غاړه د سعودي عربستان بندرونه هم د دوی د بریدونو هدف ګرځېدلی شي.
بلخوا د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د نومبر په ۲۵مه د یمن په حدیده بندر کې د حوثیانو پر پوځي مرکزونو د هوايي بریدونو خبر ورکړی دی. په دغو بریدونو کې د اوښتې مرګژوبلې په اړه لا معلومات نه دي خپاره شوي.
په یمن کې روانه جګړه په ۲۰۱۴م کال کې هغه مهال پیل شوه چې حوثیانو د پلازمېنې صنعا په ګډون د دغه هېواد ګڼې سیمې ونیولې. سعودي عربستان په ۲۰۱۵م کال کې د یمن د هغه حکومت په ملاتړ پوځي مداخله پیل کړه چې نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلی و.
وروستیو بریدونو په سیمه کې د جګړې د لا پراخېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.


شال نیوز