انقراه (شال نیوز) : د ترکیې دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد په مرکزي اسکېشهر ولایت کې د یوه پوځي هیلي کاپټر غورځېدو په پېښه کې پنځه پوځیان وژل شوي دي.

 

د ترکیې دفاع وزارت د نهې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد د هوايي ځواک کوګر ډوله پوځي هیلي کاپټر د روزنې لپاره الوتنه کوله چې له پورته کېدو لږ وروسته وغورځېد.

 

د وزارت په وینا، په هیلي کاپټر کې سپاره پنځه واړه پوځیان وژل شوي دي. د ترکیې دفاع وزارت پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او د وژل شویو پوځیانو له کورنیو سره یې غمرازي کړې ده.

 

وزارت تر اوسه د هیلي کاپټر د غورځېدو د علت په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د پېښې په اړه د پلټنو د پیل معلومات ورکړي دي.

 

دا په تېرو ۱۲ ورځو کې په ترکیه کې د پوځي هیلي کاپټر غورځېدو دویمه مرګونې پېښه ده. تر دې وړاندې د نومبر پر ۱۲مه په مالاتیا ولایت کې د یوه پوځي هیلي کاپټر غورځېدو په پېښه کې څلور پوځیان وژل شوي وو.