شانګله (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې پولیسو ویلي چې د الوچ تاڼې په حدودو کې یې د جمبل پر امنیتي پوسته د وسلهوالو برید ناکامه کړی او بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.
د پولیسو سرچینو د نومبر پر ۲۵مه ویلي چې وسلهوالو تېره شپه د جمبل پر امنیتي پوسته برید کړی و، چې پولیسو یې په ځواب کې کارروایي کړې ده. پولیسو بریدګر د تحریک طالبان پاکستان وسلهوال بللي، چې پاکستاني چارواکي یې د «فتنه الخوارج» په نوم یادوي.
د پولیسو په وینا، له برید وروسته د پورن پولیسو افسر فضل الهي، د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) ډي اېس پي او د الوچ تاڼې مشر روح الامین له نورو پولیسو سره سیمې ته رسېدلي او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
پولیسو د ډرون الوتکو په وسیله هم د سیمې څارنه کړې ده. د شانګلې د پولیسو ضلعي مشر اکرام الله د پولیسو پر وخت اقدام او مېړانه ستایلې ده.
بلخوا د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر او د ملاکنډ ریجن د پولیسو مشر زاهد نواز مروت هم پر پوسته د ګومارل شویو پولیسو کارکردګي ستایلې او هغوی ته یې د نغدي انعام ورکولو اعلان کړی دی.
د شانګلې پولیسو ویلي چې د خلکو د سر او مال د ساتنې او په سیمه کې د امن او امان د ټینګښت لپاره به خپلو کارروایانو ته دوام ورکوي. پولیسو د شورو په ورځ سیمه کلابنده کړې او د بریدګرو د نیولو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړي دي.
پولیسو تر دې دمه په دغه برید کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي. د پولیسو د ادعا خپلواک تصدیق نه دی شوی او د برید په اړه د وسلهوالو دریځ هم نه دی ترلاسه شوی.


عرفان حسین علي