لنډي کوتل (شال نیوز) : د خېبر ضلعې په لنډي کوتل تحصیل کې د نړیوال بانک او سرحد رورل سپورټ پروګرام په همکارۍ د پرمختیايي منصوبو په اړه مشورتي غونډه شوې، چې پکې د سیمې پر بنیادي ستونزو او ولسي اړتیاوو خبرې شوې دي.

 

غونډه د خېبر ضلعې د ډپټي کمشنر په لارښوونه د لنډي کوتل په ډي سي بنګله کې جوړه شوې وه، چې د لنډي کوتل اسسټنټ کمشنر انعام الله وزیر، ځايي قومي مشرانو او مخورو پکې ګډون کړی و.

 

په غونډه کې د سرحد رورل سپورټ پروګرام استازو ګډونوالو ته د وړاندیز شویو پرمختیايي منصوبو او اړوندو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل. د غونډې پر مهال د لنډي کوتل پر بنیادي ستونزو، د خلکو پر اړتیاوو او پرمختیايي لومړیتوبونو تفصیلي خبرې وشوې.

 

په غونډه کې ټینګار وشو چې پرمختیايي منصوبې به د ځايي خلکو په مشوره ټاکل کېږي، څو د ولس له اړتیاوو سره سمې بنیادي ستونزې هوارې او په سیمه کې تلپاتې پرمختګ ته لاره هواره شي. د دغو منصوبو د لګښت او عملي کار د پیل او بشپړېدو د نېټو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.