واڼا (شال نیوز) : د سویلي وزیرستان په واڼا کې ځوانان د سپورټ له لارې د امن، پرمختګ او خوشحالۍ پیغام ورکوي. د واڼا په ډبکوټ میدان کې د والي بال ټورنمنټ یوه په زړه پورې مقابله شوې، چې د لوبو ګڼ شمېر مینه والو پکې ګډون کړی دی.

 

د لوبغاړو جوش او جذبې او د نندارچیانو چکچکو او نارو د لوبې میدان ته ځانګړی رونق ورکړی و. د سیمې اوسېدونکي وایي، د وزیرستان ځوانان امن غواړي او هیله لري چې د جګړو او بدامنۍ پر ځای ورته د تعلیم، سپورټ، روزګار او پرمختګ موقعې برابرې شي.

 

د واڼا اوسېدونکو له حکومته غوښتنه کړې چې په سیمه کې د تلپاتې امن لپاره کوټلي او عملي ګامونه پورته کړي او ځوانانو ته د لوبو او نورو مثبتو فعالیتونو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

 

د بدامنۍ له امله په اغېزمن شوي وزیرستان کې په ورزشي فعالیتونو کې د ځوانانو پراخ ګډون د امن او عادي ژوند لپاره د هغوی د هیلو څرګندونه کوي. د واڼا ځوانان غواړي چې سیمه یې د جګړو او بدامنۍ پر ځای په تعلیم، سپورټ، پرمختګ او خوشحالۍ وپېژندل شي.