بیجینګ (شال نیوز) : چین نن د چهارشنبې په ورځ د پاکستان پر وخت سهار پنځه بجې او ۱۸ دقیقې خپله «شېنژو ـ ۲۴» نومې خلایي بېړۍ له یوه پاکستانی او دوو چینایي خلا بازانو سره خلا ته وتوغوله. دغه بېړۍ د چین په شمال لوېدیځ کې د جیوچوان له خلایي مرکز څخه توغول شوې او د چین «تیانګونګ» خلایي سټېشن ته روانه ده.

 

څلوېښت کلن محمد ذیشان علي به لومړنی پاکستانی وي چې د ځمکې مدار ته رسېږي او د چین په خلایي سټېشن کې به په ساینسي تحقیقاتو کې برخه اخلي. نوموړی به د چین خلایي سټېشن ته تلونکی لومړنی بهرنی خلا باز هم وي. له ذیشان علي سره په دغه سفر کې دوه چینایي خلا بازان، تانګ هونګبو او وو یي ملګري دي. تانګ هونګبو د دغه خلایي ماموریت مشري کوي.

 

د چین د خلایي چارو ادارې د معلوماتو له مخې، ذیشان علي به له پنځو تر لسو ورځو پورې په خلایي سټېشن کې تېروي او د پاکستان او چین په ګډو ساینسي تجربو کې به برخه اخلي. په دغو تجربو کې د بایو ټېکنالوجۍ، په خلا کې د بېلابېلو موادو د ځانګړتیاوو او وړو ژوندیو موجوداتو په اړه تحقیقات شامل دي.

 

ذیشان علي د پاکستان د هوايي ځواک پخوانی پایلټ دی چې په تېرو اوو میاشتو کې یې په چین کې د خلایي سفر ځانګړې تربیه ترلاسه کړې ده. نوموړي د دغې تربیې پر مهال چینایي ژبه هم زده کړې ده. ذیشان علي د نومبر په ۲۴مه په چین کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې دی یوازې د خپل ځان لپاره خلا ته نه ځي، بلکې د پاکستان نوم او د ۲۵ کروړه پاکستانیانو هیلې هم له ځان سره وړي.

 

نوموړي د پاکستان ماشومانو ته په خپل پیغام کې ویلي چې کله دی په خلا کې وي، هغوی دې اسمان ته وګوري او دا دې په یاد ولري چې د هغوی خوبونه هم ورسره دي. هغه هیله څرګنده کړې چې د پاکستان او چین خلایي همکاري به تر یوه سفر پورې محدوده پاتې نه شي، بلکې په راتلونکي کې به دواړه هېوادونه سپوږمۍ او مریخ ته هم ګډ سفرونه وکړي.

 

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم د دغه ماموریت له پیلېدو وړاندې ذیشان علي او د هغه چینایي ملګرو ته د بریالیتوب دعا کړې او دا سفر یې د پاکستان او چین په اړیکو کې یو مهم پرمختګ بللی دی. د ۲۰۲۵م کال په فرورۍ کې د پاکستان د خلایي تحقیقاتو ادارې «سپارکو» او د چین د خلایي چارو ادارې د پاکستاني خلا بازانو د تربیې او خلا ته د لېږلو لپاره یو تړون لاسلیک کړی و.

 

د دغه تړون له مخې محمد ذیشان علي او خرم داود د تربیې لپاره چین ته لېږل شوي وو چې وروسته ذیشان علي د خلایي سفر لپاره غوره شو. ټاکل شوې ده چې ذیشان علي د خپل ماموریت تر بشپړولو وروسته په «شېنژو ـ ۲۳» نومې خلایي بېړۍ کې بېرته ځمکې ته راستون شي.

 

تر دې وړاندې د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې پاکستانۍ مېرمن نمره سلیم هم په یوه تجارتي خلایي سفر کې برخه اخیستې وه، خو هغه د ځمکې مدار ته نه وه رسېدلې. چین له ۲۰۲۱م کال راهیسې خپل خلایي سټېشن ته خلا بازان لېږي او هلته ساینسي تحقیقات کوي. دغه هېواد پلان لري چې تر ۲۰۳۰م کال پورې خپل خلا بازان سپوږمۍ ته هم ولېږي.