واشنګټن (شال نیوز) : په امریکا کې د یوې نوې نظرپوښتنې له مخې، ۵۵ فیصده رایه ورکوونکي غواړي چې حکومت یې له ایران سره روانه جګړه سمدستي ختمه کړي. د نظرپوښتنې پایلې ښيي چې د ډیموکرېټ ګوند په پلویانو کې له ایران سره د جګړې د ختمولو ملاتړ تر نورو زیات دی. د دغه ګوند ۸۰ فیصده پلویان غواړي چې امریکا جګړه سمدستي ختمه کړي.
دغه نظرپوښتنه د امریکا د مېري لېنډ پوهنتون او د نظرپوښتنو ادارې ایپسوس په ګډه د نومبر له ۲۰مې تر ۲۲مې کړې، چې ۱۰۲۲ بالغو امریکایانو پکې برخه اخیستې وه. پایلې یې د نومبر په ۲۴مه خپرې شوې دي.
د نظرپوښتنې له مخې، ۵۹ فیصده خپلواک رایه ورکوونکي او د ریپبلېکن ګوند ۲۵ فیصده پلویان هم د جګړې سمدستي ختمول غواړي. بلخوا، ۲۱ فیصده ګډونوالو ویلي چې امریکا باید تر هغه وخته جګړې ته دوام ورکړي چې ایران یې شرطونه ومني، خو ۱۸ فیصده بیا د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د پراخولو پلوي کوي.
د نظرپوښتنې پایلې دا هم ښيي چې د ډیموکرېټ ګوند ۵۳ فیصده پلویان غواړي چې کانګرس د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره د پیسو ورکول بند کړي. د دغه ګوند ۵۱ فیصده پلویان د جګړې لپاره د پیسو د بندولو ملاتړ کوي، که څه هم دا پرېکړه د امریکا د وفاقي حکومت د ځینو ادارو د موقتي بندېدو سبب شي.
د امریکا کانګرس د دسمبر تر ۱۱مې پورې وخت لري چې د حکومتي لګښتونو لپاره قانون منظور کړي. د ډیموکرېټ ګوند سېنېټر ټیم کېن ویلي چې د دغه ګوند یو شمېر سېنېټرانو د ایران پر ضد د تهاجمي پوځي عملیاتو لپاره د پیسو د بندولو وړاندیز تیار کړی او په دې اړه له ریپبلېکن غړو سره هم خبرې کوي.
د نوموړي په وینا، په دغه وړاندیز کې د امریکايي ځواکونو د دفاع او د برید په صورت کې د امریکايي وګړو د خوندي ویستلو لپاره د پیسو لګولو اجازه شامله ده. د نومبر په میاشت کې یوې بلې نظرپوښتنې ښودلې وه چې ۵۴ فیصده امریکایان په دې باور دي چې د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو ګټې د جګړې له لګښتونو سره برابرې نه دي.
همدارنګه، په تېره اوونۍ کې د ایپسوس ادارې د یوې بلې نظرپوښتنې له مخې، ۶۴ فیصده امریکایانو پر ایران د امریکايي ځواکونو له بریدونو سره مخالفت ښودلی و. له ایران سره د جګړې لپاره د پیسو پر سر اختلافات په داسې حال کې زیات شوي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا د دفاعي بجټ د زیاتولو غوښتنه کوي.
ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي چې د کانګرس هغه قانوني مسودې به ویټو کړي چې دی ورسره موافق نه وي. د نوې نظرپوښتنې د پایلو په اړه تر اوسه د سپینې ماڼۍ غبرګون نه دی ترلاسه شوی.


شال نیوز