کابل (شال نیوز) : د افغانستان په فراه ولایت کې د کورنیو تولیداتو، کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی، چې پکې تر ۴۵ زیات ډوله کورني تولیدات او د ښځو په لاس جوړ شوي تر سلو زیات ډوله توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

 

د نندارتون منتظمین وایي، د دې نندارتون مقصد د ځايي صنعتکارانو او سوداګرو ښځو هڅول او د هغوی تولیداتو ته په کورنیو او نړیوالو منډیانو کې د خرڅلاو موقعې برابرول دي. په نندارتون کې ګډون کوونکو سوداګرو او صنعتکارانو له طالب چارواکو غوښتي چې د دوی د تولیداتو د خرڅلاو لپاره مناسبې منډیانې برابرې کړي.

 

د نندارتون یوه ګډونوال جاوېد نوري ویلي، که حکومت او ولس د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي، افغان صنعتکاران به وکولی شي د خپلو تولیداتو معیار لوړ کړي او په نړیوالو منډیانو کې د نورو هېوادونو له تولیداتو سره مقابله وکړي.

 

یوه بل ګډونوال شاه محمود فراهي له صنعتکارانو او سوداګرو غوښتي چې د خپلو کاروبارونو لپاره قانوني اجازت نامې ترلاسه کړي او خپل تولیدات په ځانګړو تجارتي نومونو بازار ته وړاندې کړي. د فراه د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرې مرضیې نورزۍ ویلي، دا ډول نندارتونونه ښځو ته د خپلو تولیداتو د پېژندنې او خرڅلاو موقعې برابروي.

 

نوموړې له خلکو غوښتي چې د ښځو په لاس جوړ شوي توکي واخلي، څو هغوی وکولی شي خپلو کاروبارونو ته دوام ورکړي او خپل عاید زیات کړي. مرضیه نورزۍ وایي، د ښځو د لاسي صنایعو خرڅلاو د هغوی د اقتصادي خپلواکۍ او د کورنیو د اقتصادي حالت په ښه کولو کې مرسته کولی شي.

 

په فراه کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ رئیس محمد قاسم محمد له سوداګرو او پانګوالو غوښتي چې په دغه ولایت کې د تولیداتو په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. نوموړي ویلي، حکومت چمتو دی چې پانګوالو ته ضروري اسانتیاوې برابرې کړي.

 

د فراه لپاره د طالبانو مرستیال والي محمد ګل خیبر هم ویلي چې ولایتي اداره به د کرنې او لاسي صنایعو په برخو کې له صنعتکارانو او پانګوالو سره همکاري وکړي. نوموړي له خلکو غوښتي چې د کورنیو تولیداتو اخیستلو ته لومړیتوب ورکړي. په نندارتون کې ګډون کوونکو صنعتکارانو ټینګار کړی چې د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره د نندارتونونو ترڅنګ دایمي منډیانو او بهرنیو بازارونو ته د لاسرسي اسانتیاوې هم ضروري دي.