لاهور (شال نیوز) : د جمعیت علمای اسلام (ف) چارواکي وايي چې د پنجاب پولیسو په لاهور کې د دغه ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان د استوګنځي څو ساعته محاصره ختمه کړې او نوموړي ته یې د تګ راتګ اجازه ورکړې ده.

 

د جمعیت علمای اسلام ویاند حافظ غضنفر عزیز ویلي چې پولیسو د نومبر په ۲۴مه، ماښام شاوخوا اووه بجې د مولانا فضل الرحمان د استوګنځي له شاوخوا خنډونه لرې کړل.

 

مولانا فضل الرحمان د ګل په شپه لاهور ته رسېدلی و او ټاکل شوې وه چې د نهې په ورځ د لاهور های کورټ بار ایسوسي اېشن له خوا جوړې شوې غونډې ته وینا وکړي، خو د جمعیت علمای اسلام په وینا، پولیسو نوموړی له خپل استوګنځي څخه وتلو ته پرې نه ښود.

 

مولانا فضل الرحمان وروسته د ویډیو له لارې د وکیلانو غونډې ته وینا وکړه او د پنجاب حکومت پر اقداماتو یې سختې نیوکې وکړې. نوموړي ادعا وکړه چې حکومت د هغه د سیاسي فعالیتونو د مخنیوي لپاره د لاهور په بېلابېلو سیمو کې خنډونه جوړ کړي وو.

 

فضل الرحمان وویل چې زور او جبر د سیاسي اختلافاتو د هواري لاره نه ده او حکومتي فشارونه به یې ګوند د ولس د حقونو، د اساسي قانون د بالادستۍ او جمهوریت لپاره له مبارزې څخه په شا نه کړي.

 

فضل الرحمان: په ریاستي محاصره کې یم، حکومت مې د های کورټ بار غونډې ته نه پرېږدي
فضل الرحمان: په ریاستي محاصره کې یم، حکومت مې د های کورټ بار غونډې ته نه پرېږدي

 

نوموړي دا ادعا هم وکړه چې په سرګودها، خوشاب، میانوالۍ او بهکر کې د جمعیت علمای اسلام د غړو پر ضد کارروایانې پیل شوې دي. د هغه په وینا، د ګوند یو شمېر غړي نیول شوي او د ځینو غړو دکانونه، کاروبارونه او د اوړو کارخانې تړل شوې دي.

 

مولانا فضل الرحمان ټینګار وکړ چې د حکومتي فشارونو باوجود به د نومبر په ۲۶مه په سرګودها کې د جمعیت علمای اسلام اعلان شوی کنفرانس ترسره کوي.

 

نوموړي د قبایلي سیمو د معدني زېرمو په اړه هم خبرې وکړې او ادعا یې وکړه چې پر ګوند یې ریاستي فشارونه له هغه وروسته زیات شوي چې دوی د دغو زېرمو د ملکیت او استعمال په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

 

فضل الرحمان وویل چې د صوبو پر قدرتي زېرمو د هماغو سیمو ولسونه د ملکیت حق لري. بلخوا د جمعیت علمای اسلام وکیل ابرار حسین اېډووکېټ د مولانا فضل الرحمان د مبینه نظربندۍ پر ضد د لاهور په های کورټ کې د حبس بې جا درخواست جمع کړی دی.

 

په درخواست کې ادعا شوې چې شاوخوا درې زره پولیس اهلکاران د مولانا فضل الرحمان د استوګنځي شاوخوا ځای پر ځای شوي وو، خو د نوموړي د نظربندۍ په اړه هېڅ تحریري حکم نه و وړاندې شوی. د لاهور ډپټي کمشنر بیا ویلي چې انتظامیې د مولانا فضل الرحمان د نظربندۍ هېڅ حکم نه و جاري کړی.

 

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم له مولانا فضل الرحمان سره ټیلیفوني خبرې کړې او د هغه د استوګنځي د محاصرې په اړه یې ورسره د یووالي څرګندونه کړې ده.

 

د مخالفو ګوندونو مشرانو محمود خان اڅکزي او علامه راجه ناصر عباس هم د پولیسو اقدامات غندلي او ویلي یې دي چې سیاسي اختلافات باید د خبرو اترو او جمهوري لارو چارو له لارې هوار شي.

 

په همدې حال کې د لاهور ضلعي انتظامیې د نومبر له ۲۴مې تر ۲۶مې پورې په ښار کې دفعه ۱۴۴ نافذه کړې ده، چې له مخې یې په عامه ځایونو کې د پنځو یا تر دې د زیاتو کسانو پر غونډو، جلسو، جلوسونو او احتجاجونو پابندي لګول شوې ده.

 

ضلعي انتظامیه وايي چې دغه پابندي د امن او امان د ټینګښت او د ولس د ځان او مال د خوندیتوب لپاره لګول شوې ده. خو د مولانا فضل الرحمان د تګ راتګ د محدودولو د ځانګړو وجوهاتو په اړه د پنجاب حکومت تفصیلي دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.

 

د جمعیت علمای اسلام ویاند ویلي چې مولانا فضل الرحمان د محاصرې تر ختمېدو وروسته د نهې شپه په لاهور کې د تېرولو فیصله کړې وه.

 

د نومبر تر ۲۵مې سهار پورې د مولانا فضل الرحمان د راتلونکو سیاسي فعالیتونو، په سرګودها کې د اعلان شوي کنفرانس د انتظاماتو او په لاهور های کورټ کې د جمع شوي درخواست د اورېدنې په اړه تازه تصدیق شوي معلومات نه دي ترلاسه شوي.