لاهور (شال نیوز) : د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې په لاهور کې د ریاستي ځواکونو تر محاصرې لاندې دی او حکومت یې د لاهور های کورټ بار اېسوسي اېشن غونډې ته د تګ مخه نیولې ده.
نوموړي د نومبر په ۲۴مه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د استوګنځي شاوخوا یې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او د تګ راتګ لارې یې تړل شوې دي. فضل الرحمان ویلي چې د حکومتي فشارونو او محدودیتونو باوجود به د نومبر په ۲۶مه په سرګودها کې اعلان شوې ولسي غونډه په هر قیمت کوي.
نوموړي ادعا کړې چې په سرګودها، بهکر، میانوالۍ او خوشاب کې د ګوند د غړو نیول روان دي او د ځینو ځايي مشرانو دوکانونه او کاروبارونه تړل شوي دي. د جمعیت علمای اسلام مشر ویلي چې زور او جبر د تل لپاره دوام نه شي کولی او ګوند به یې د حکومتي فشارونو له امله له خپل دریځ څخه په شا نه شي.
فضل الرحمان د هېواد د معدني زېرمو په اړه هم خبرې کړې او ادعا یې کړې چې په قبایلي سیمو کې د معدني زېرمو په چارو کې د ځینو ریاستي ادارو د کردار په اړه د څرګندونو له کولو وروسته پرې حکومتي فشارونه زیات شوي دي.
نوموړي ویلي چې معدني زېرمې د ولس ملکیت دی، نه د وفاقي حکومت او نه هم د کومې ریاستي ادارې. بلخوا جمعیت علمای اسلام د مولانا فضل الرحمان د تګ راتګ پر محدودولو د لاهور های کورټ ته د حبس بې جا درخواست وړاندې کړی دی.
د لاهور ضلعي انتظامیې د نومبر له ۲۴مې تر ۲۶مې پورې په ښار کې ۱۴۴مه دفعه لګولې او پر جلسو، جلوسونو او ولسي غونډو یې بندیز لګولی دی. انتظامیه وایي چې دغه ګام د امن او امان د ټینګښت او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره پورته شوی دی.
د مولانا فضل الرحمان د تورونو په اړه د پنجاب حکومت دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.


شال نیوز