شال نیوز (لاهور) : د پنجاب په مرکز لاهور کې ضلعي انتظامیې د نومبر له ۲۴مې تر ۲۶مې پورې د درېو ورځو لپاره ۱۴۴مه دفعه نافذه کړې ده.
د لاهور ډپټي کمشنر محمد علي اعجاز د نومبر په ۲۳مه په جاري کړي حکم کې ویلي چې د ضلعې په حدودو کې په جلسو، جلوسونو، احتجاجي مظاهرو او د پنځو یا تر پنځو زیاتو کسانو په راغونډېدو بندیز لګول شوی دی.
د حکم له مخې، په عامه ځایونو، کوڅو، سړکونو، لویو لارو او پرانیستو میدانونو کې به خلکو ته د راغونډېدو اجازه نه وي. په غیرقانوني غونډو کې ګډون ته د خلکو په هڅولو هم بندیز لګول شوی دی.
ضلعي انتظامیه وایي، امنیتي او استخباراتي ادارو د احتمالي ترهګریزو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی، چې له امله یې د امن او امان د ټینګښت او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره دا پرېکړه شوې ده.
البته د ودونو دستورو، د جنازې لمونځونو، د مړو ښخولو، په جوماتونو او کلیساګانو کې عبادتونو، د سرکاري او نیمه سرکاري ادارو رسمي چارو او عدالتي کارروایۍ ته له دغه بندیزه استثنا ورکړل شوې ده.
د ډپټي کمشنر د حکم له مخې، دغه بندیز به د نومبر تر ۲۶مې پورې د لاهور په ټوله ضلعه کې نافذ وي.


شال نیوز