لاهور (شال نیوز) : سرچینې وایي، د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د لاهور په پارک ویو سټي کې په خپل استوګنځي «چاچړ هاوس» کې له خپلو ملګرو او شخصي عملې سره نظربند کړل شوی دی.
د سرچینو په وینا، د مولانا فضل الرحمان د استوګنځي شاوخوا نږدې دوه زره پولیس اهلکار ځای پر ځای کړل شوي او د ټوکر نیاز بېګ په سیمه کې د کانټینرونو په لګولو د لارو بندولو لړۍ پیل شوې ده.
سرچینې زیاتوي چې د لاهور پولیسو او ډولفن فورس ګڼ شمېر اهلکار د بندیانو د انتقال له ګاډو سره د نوموړي استوګنځي ته رسېدلي او هلته د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.
ټاکل شوې وه چې مولانا فضل الرحمان نن (د نومبر په ۲۴مه) د لاهور هایکورټ بار اېسوسي اېشن ته وینا وکړي. سرچینې ادعا کوي چې دغه اقدامات د لاهور هایکورټ بار ته د نوموړي د وینا او په سرګودها کې د هغه د جلسې د مخنیوي لپاره شوي دي.
بلخوا، د جمعیت علمای اسلام سېنېټر او وکیل کامران مرتضی د پنجاب پولیسو له خوا د مولانا فضل الرحمان د استوګنځي محاصره او د وینا مخنیوی غندلی دی. نوموړي له پولیسو غوښتي چې سمدستي خنډونه لرې کړي، ګنې جمعیت وکلا فورم به سخت غبرګون وښيي.
تر اوسه د پنجاب حکومت او پولیسو د مولانا فضل الرحمان د مبینه نظربندۍ، د استوګنځي د محاصرې او د دغو اقداماتو د قانوني جواز په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی. شال نیوز په خپلواکه توګه د نظربندۍ او د ځای پر ځای شویو پولیسو د شمېر تصدیق نه دی کړی.


طاهر جمیل خان