مومند (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په مومندو ضلعه کې د کانونو او معدنیاتو د مالکانو د اتحادیې احتجاجي پرلت دوام لري. احتجاج کوونکي د کانونو د کیندلو لپاره د چاودېدونکو موادو د استعمال د لایسنسونو د ځنډولو خلاف احتجاج کوي.

 

د احتجاج کوونکو غوښتنه ده چې اړوندې حکومتي ادارې دې د چاودېدونکو موادو د استعمال د لایسنسونو په اړه ستونزه هواره کړي، چې د کانونو د کیندلو چارې بېرته په عادي توګه روانې شي.

 

دغه پرلت د غلنۍ د غاخي چېک پوسټ سره نږدې روان دی. په احتجاج کې د کانونو او ماربلو کارخانو مالکانو، مزدورانو، کاروباریانو، ټرانسپورټرانو، قومي مشرانو او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړو ګډون کړی دی.

 

د جمعیت علمای اسلام د مومندو ضلعې امیر مفتي محمد عارف حقاني د نومبر پر ۲۳مه پرلت ته په وینا کې د احتجاج کوونکو د غوښتنو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د کانونو کاروبار په مومندو کې د خلکو د روزګار یوه مهمه ذریعه ده.

 

نوموړي له حکومتي چارواکو وغوښتل چې له احتجاج کوونکو سره مذاکرات وکړي او ستونزه هواره کړي. احتجاج کوونکي وایي چې له تېرو شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې د «اېل فور» لایسنسونو د معطلۍ له امله د کانونو، ماربلو کارخانو او ټرانسپورټ کاروبار اغېزمن شوی دی.

 

د ماربلو د صنعت د اتحادیې د مشرانو په وینا، په مومندو کې شاوخوا ۵۰۰ د ماربلو کارخانې دي او نږدې ۱۲۰۰ ګاډي هم له دغه کاروبار سره تړلي دي. د کانونو د مالکانو اتحادیو د روان کال د اګست له میاشتې راهیسې په دې اړه څو ځله احتجاجونه کړي دي.

 

د فرنټیر ماینز اونرز ایسوسي اېشن مشرانو د اکتوبر په میاشت کې په پېښور کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې د دغو بندیزونو له امله په ټوله خېبر پښتونخوا کې د کانونو شاوخوا څلور زره منصوبې بندې شوې او نږدې درې لکه مزدوران بې روزګاره شوي دي.

 

د اتحادیې په وینا، د معدنیاتو د پروسس شاوخوا دوه زره کارخانې هم له دغو بندیزونو اغېزمنې شوې دي. بلخوا، د مومندو انتظامیې تر دې وړاندې ویلي وو چې په قبایلي ضلعو کې د بارودي موادو پر ساتلو او استعمال بندیز لګول شوی او له قانوني اجازې پرته به هیچا ته د دغو موادو د استعمال اجازه نه ورکول کېږي.

 

احتجاج کوونکي وایي چې حکومت دې د امنیتي اندېښنو د لرې کولو ترڅنګ د قانوني کان کیندنې او د خلکو د روزګار لپاره هم تګلاره جوړه کړي. د پرلت ګډونوالو ویلي چې د غوښتنو تر منل کېدو پورې به خپل احتجاج ته دوام ورکوي. د روان احتجاج او د لایسنسونو د بحالۍ په اړه د صوبایي حکومت تازه دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.