باجوړ (شال نیوز) : د لیبیا په سمندر کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې د وژل شویو شپږو ځوانانو غایبانه جنازه د باجوړ ضلعې د ماموندو تحصیل په نختر سیمه کې ادا شوې ده. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د ۳۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی، چې په خپاره شوي نوملړ کې یې د باجوړ د ۲۵ ځوانانو نومونه شامل دي.

 

د وژل شویو ځوانانو تعلق د باجوړ له بېلابېلو سیمو سره دی، خو په نوملړ کې تر ټولو زیات ځوانان د لوی ماموندو دي. د هغو ځوانانو په ډله کې چې غایبانه جنازه یې شوې، محمد خان ولد دروېش خان، سلمان خان ولد زمان خان، ګل رازق ولد منان خان، جنید خان ولد جان ولي خان او لطیف خان ولد یوسف خان شامل دي.

 

د خپاره شوي نوملړ له مخې، په پېښه کې د وحید الله، راحت الله، فزیر الله، نعمت الله، شیرزاد، عبد المنان، اظهار الحق، منصور، ارشاد، عارف، ذاکر، سلیمان، نعمت الله، آصف، جنید، لطیف، سلمان، محمد، صلاح الدین، ثناء الله، بلال، عنایت، عنایت الله، جنید خان او جلا ایبب د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

 

 

په دغو ځوانانو کې د ډاګ قلعه، چوترې، پښت، بارو، نختر، لرخوزو، خلوزو، لغړئ، غاخي او بدان سیمو اوسېدونکي شامل دي. د وژل شویو ځوانانو کورنیو ته د پېښې خبر د سفر بندوبست کوونکي ایجنټ ورکړی دی. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، تر اوسه د هېڅ یوه وژل شوي کس مړی له سمندر څخه نه دی راایستل شوی.

 

د پېښې له خبرېدو وروسته د باجوړ په ګڼو کلیو کې د غم فضا خوره ده. د ځوانانو کورنۍ د خپلو عزیزانو د مړو بېرته راوړلو ته په تمه دي، خو لا هم څرګنده نه ده چې د مړو د لټون او پاکستان ته د راوړلو لپاره څه اقدامات شوي دي.

 

له لیبیا څخه د مدیترانې سمندر له لارې اروپايي هېوادونو ته د تلو هڅه د ناقانونه کډوالۍ له تر ټولو خطرناکو لارو څخه ګڼل کېږي. هر کال ګڼ شمېر کسان پر دغې لارې د کښتیو ډوبېدو، لوږې، تندې او نورو پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

 

 

د باجوړ په ګډون په قبایلي ضلعو کې بې روزګاري، غربت، اوږده ناامني او د روزګار د مناسب فرصتونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې ګڼ ځوانان یې په خپلو سیمو کې له نامعلوم راتلونکي سره مخ کړي دي. د لیبیا وروستۍ پېښې یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې چې ولې د قبایلي ضلعو ځوانان د روزګار موندلو لپاره د خپل ژوند په بیه دومره خطرناکو سفرونو ته غاړه ږدي؟

 

په ۲۰۱۸م کال کې له خېبر پښتونخوا سره د پخوانیو قبایلي سیمو د یوځای کېدو پر مهال حکومت د دغو سیمو د پرمختګ، د روزګار د فرصتونو پیدا کولو او د ځوانانو د ژوند د ښه کولو ژمنې کړې وې. خو د دغو ژمنو د عملي کېدو، د پرمختیايي منصوبو د اغېز او ځوانانو ته د روزګار د برابرولو په اړه لا هم پوښتنې موجودې دي.

 

په پاکستان کې د انساني قاچاق او بهرنیو هېوادونو ته په ناقانونه توګه د خلکو د لېږلو د مخنیوي ذمه واري د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) پر غاړه ده. لا څرګنده نه ده چې د باجوړ د دغو ځوانانو د سفر بندوبست چا کړی و، له کورنیو یې څومره پیسې اخیستې وې او ایا د سفر بندوبست کوونکو کسانو پر ضد کومه قانوني کارروایي شوې ده او که نه.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او وفاقي تحقیقاتي ادارې رسمي دریځ هم د شال نیوز تر لاسه شویو معلوماتو کې نشته. د پېښې د قربانیانو د مجموعي شمېر او هویت خپلواک تصدیق لا نه دی شوی.