کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان هایکورټ په کوټه او خواوشا سیمو کې د غیرقانوني ټیوب وېلونو د معلومولو لپاره د سروې کولو امر کړی دی. عدالت ته د مقدمې د اورېدنې پر مهال ویل شوي چې په یوه سیمه کې له ۲۹۵ ټیوب وېلونو څخه ۲۲۷ یې قانوني اجازت نامې نه لري.
د وړاندې شویو شمېرو له مخې، په یاده سیمه کې شاوخوا ۷۷ فیصده ټیوب وېلونه له قانوني اجازت پرته لګول شوي دي. د بلوچستان هایکورټ چیف جسټس محمد کامران خان ملاخېل او جسټس محمد نجم الدین مېنګل د کوټې خلکو ته د اوبو رسولو په اړه د یوې آئیني درخواست د اورېدنې پر مهال دغه حکم ورکړی دی.
عدالت د ختیزې کوټې د ډپټي کمشنر راپور نیمګړی بللی او رد کړی دی. عدالت ویلي چې په راپور کې د کوټې ښار او خواوشا سیمو د ټولو ټیوب وېلونو د شمېر او قانوني حیثیت په اړه بشپړ معلومات نشته.
عدالت د اوبو رسولو محکمې سیکرټري ته امر کړی چې یوه ډله جوړه کړي او د ټولو ټیوب وېلونو له سره سروې وکړي. هایکورټ د سرکاري ټیوب وېلونو د مبینه غیرقانوني قبضو په اړه هم د تحقیقاتو او په دې کې د ککړو کسانو پر ضد د قانوني کارروایۍ امر کړی دی.
د اوبو رسولو ادارې چارواکو عدالت ته ویلي چې د خرخسه ډېم په خواوشا کې نهه ټیوب وېلونه فعال دي چې د هزاره ټاون ختیځو او لوېدیځو سیمو ته یوه ورځ پس اوبه ورکوي. چارواکو ویلي چې اختر اباد ډېم ته نزدې پنځه ټیوب وېلونه د بجلۍ، پایپ لاینونو او نورو تعمیراتي کارونو د نه بشپړېدو له امله لا نه دي فعال شوي.
بلخوا د درخواست کوونکي وکیل عدالت ته ویلي چې د هزاره ټاون اوو بلاکونو ته په ډېره کمه اندازه اوبه ورکول کېږي او د اوبو رسولو باقاعده نظام نشته. عدالت د اوبو د زړو او خرابو پایپ لاینونو د مرمت او بدلولو ترڅنګ د کوټې ښار او خواوشا سیمو ته د اوبو رسولو لپاره د اوږدمهاله منصوبې جوړولو امر هم کړی دی.
د کوټې ښار له ډېرې مودې راهیسې د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ دی. د ابادۍ زیاتوالی، وچکالي او د ځمکې لاندې اوبو بې دریغه استعمال د دې ستونزې د زیاتېدو مهم عوامل دي. د مقدمې بله اورېدنه به د دسمبر پر ۲۳مه کېږي چې اړوندې ادارې به پکې د عدالتي حکمونو د عملي کولو په اړه خپل راپورونه وړاندې کوي.


نعيم اچکزئي