کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کې د جمعیت علمای اسلام او نېشنل پارټۍ غړو د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان د امنیتي اهلکارو د واپس اخیستو خلاف احتجاج کړی او د اسمبلۍ له غونډې وتلي دي.

 

د احتجاج کوونکو غړو د صوبايي وزیرانو تر مداخلې او خبرو اترو وروسته بېرته په غونډه کې ګډون کړی دی. د بلوچستان اسمبلۍ د نومبر د ۲۳مې نېټې غونډه د ډاکټر اشوک کمار په مشرۍ شوې ده.

 

د غونډې پر مهال د جمعیت علمای اسلام غړي زاهد رېکي وویل چې پر مولانا فضل الرحمان تر دې وړاندې هم مرګوني بریدونه شوي او په داسې حالاتو کې د هغه د امنیتي اهلکارو واپس اخیستل د اندېښنې وړ خبره ده.

 

نوموړي د حکومت پر دې پرېکړې نیوکه وکړه او ویې ویل، که مولانا فضل الرحمان ته څه زیان ورسېد، نو ذمه واري به یې پر وزیراعظم شهباز شریف وي. د نېشنل پارټۍ مشر او د بلوچستان پخواني وزیراعلا ډاکټر عبدالمالک بلوچ هم پر دې پرېکړې اندېښنه څرګنده کړه او د جمعیت علمای اسلام له غړو سره یې په احتجاج کې ګډون وکړ.

 

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو غونډې ته وویل چې د مولانا فضل الرحمان د امنیتي اهلکارو د واپس اخیستو په اړه معلومات نه لري، خو نوموړی یې د هېواد یو تجربه کاره سیاستوال وباله.

 

جمعیت علماء اسلام: د مولانا فضل الرحمان امنیتي ساتونکي بېرته اخیستل شوي، کارکنان دې چمتو اوسي
جمعیت علماء اسلام: د مولانا فضل الرحمان امنیتي ساتونکي بېرته اخیستل شوي، کارکنان دې چمتو اوسي

 

صوبايي وزیر نور محمد دومړ بیا وویل چې د هېواد د امنیت لپاره امنیتي ځواکونو قربانۍ ورکړې دي او سیاسي مشران باید د امنیتي ادارو خلاف له څرګندونو ډډه وکړي.

 

د جمعیت علمای اسلام ویاند اسلم غوري تر دې وړاندې ویلي وو چې په اسلام اباد او ډېره اسماعیل خان کې د مولانا فضل الرحمان د کورونو د ساتنې لپاره ګومارل شوي پولیس او د فېډرل کانسټبلرۍ اهلکار واپس غوښتل شوي دي.

 

خو د اسلام اباد د پولیسو یوه چارواکي ویلي چې یوازې یو پولیس اهلکار واپس غوښتل شوی دی. د قامي اسمبلۍ او سېنېټ د مخالفو ډلو مشرانو محمود خان اڅکزي او علامه راجه ناصر عباس هم د مولانا فضل الرحمان د امنیتي انتظاماتو د بېرته بحالولو غوښتنه کړې ده.

 

تر اوسه وفاقي حکومت د مولانا فضل الرحمان د امنیتي اهلکارو د واپس اخیستو د وجوهاتو په اړه تفصیلي دریځ نه دی وړاندې کړی. د بلوچستان اسمبلۍ غونډه د ډسمبر تر اتمې نېټې پورې ځنډول شوې ده.