اسلام اباد (شال نیوز) : د جمعیت علماء اسلام (ف) ویاند اسلم غوري ادعا کړې چې حکومت د ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان ټول سرکاري امنیتي ساتونکي بېرته اخیستي او د ګوند د نورو مشرانو او کارکنانو پر ضد یې هم اقدامات پیل کړي دي.
اسلم غوري د نومبر په ۱۹مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې له یوې خوا د مولانا فضل الرحمان ژوند ته د ګواښونو په اړه خبرداری ورکول کېږي او له بلې خوا ترې امنیتي ساتونکي اخیستل کېږي. نوموړي ویلي چې دا ډول اقدامات د حکومت د نیت په اړه جدي پوښتنې راولاړوي.
د جمعیت علماء اسلام ویاند خبرداری ورکړی چې که د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ته کوم زیان ورسېد، نو پړه به یې د حکومت پر غاړه وي. اسلم غوري دا ادعا هم کړې چې د مولانا فضل الرحمان د شخصي سکرتر مفتي ابرار او د هغه د کورنۍ د غړو پر ضد دروغجنې مقدمې درج شوې دي.
د نوموړي په وینا، تېره شپه په اسلام اباد کې د مفتي ابرار د نیولو لپاره په بېلابېلو ځایونو کې تلاشۍ هم شوې دي. هغه د ګوند د مشرانو او کارکنانو پر ضد حکومتي اقدامات غندلي او ویلي یې دي چې جمعیت علماء اسلام به د هغه څه کلکه مقابله کوي چې دی یې د ګوند پر ضد ریاستي ترهګري بولي.
اسلم غوري د جمعیت علماء اسلام له کارکنانو غوښتي چې بیداره او چمتو پاتې شي، ځکه د مولانا فضل الرحمان د ساتنې لپاره هر وخت د راټولېدو غږ کېدای شي. نوموړي حکومت ته خبرداری ورکړی چې د خپلو اوسنیو اقداماتو د پایلو مسوولیت به یې هم پر خپله غاړه وي.
تر اوسه د حکومت یا اړوندو امنیتي ادارو له خوا د مولانا فضل الرحمان د امنیتي ساتونکو د بېرته اخیستو، د مفتي ابرار پر ضد د مقدمو او د اسلام اباد د تلاشيو په اړه رسمي دریځ نه دی وړاندې شوی. د جمعیت علماء اسلام د ویاند دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.


شال نیوز