کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان حکومت د ترهګرو په اړه د کره معلوماتو وړاندې کوونکو کسانو لپاره د پنځو لکو څخه تر ۲۵ کروړه روپیو پورې د انعامونو اعلان کړی دی.
د اعلان له مخې، د رحمان ګل په اړه د کره معلوماتو ورکولو لپاره ۲۵ کروړه روپۍ انعام ټاکل شوی دی. همدارنګه د بشیر زیب په اړه د معلوماتو وړاندې کوونکي لپاره هم د ۲۵ کروړه روپیو انعام اعلان شوی دی.
د بلوچستان حکومت د نورو تر ټولو زیاتو مطلوبو ترهګرو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره هم د لکونو او کروړونو روپیو انعامونه ټاکلي دي. د بلوچستان د کورنیو چارو د سلاکار بابر یوسفزي له مخې، له ولس څخه غوښتنه شوې چې د ترهګرو په اړه کره معلومات له اړوندو ادارو سره شریک کړي.
هغه ډاډ ورکړی چې د معلوماتو ورکوونکو هویت به په بشپړ ډول پټ ساتل کېږي او د کره او عملي معلوماتو پر بنسټ به سمدستي اقدامات ترسره شي. بابر یوسفزي زیاته کړې چې د انعامونو ورکړه به د بلوچستان حکومت د ټاکلو اصولو او مقرراتو له مخې ترسره کېږي.
نوموړي ویلي، د ترهګرۍ له منځه وړل او د خلکو د ژوند او مال ساتنه د بلوچستان حکومت لومړیتوب دی. د هغه په وینا، د ولس په همکارۍ د امن دښمنو عناصرو پر وړاندې اغېزمن اقدامات لا چټک کېدای شي.


نعيم اچکزئي