کابل (شال نیوز) : د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د تعمیراتو او بیا ابادۍ څلورم کورنی او نړیوال نندارتون پرانیستل شوی دی، چې د طالبانو د حکومت چارواکو، د تعمیراتي شرکتونو استازو، سوداګرو او د خصوصي سکټور غړو پکې ګډون کړی دی.

 

د نندارتون د جوړوونکو په وینا، د دې نندارتون مقصد د تعمیراتي صنعت پرمختګ، د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د اړیکو پراخول او په افغانستان کې پانګونې ته د سوداګرو هڅول دي.

 

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سه شنبې په ورځ د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې افغانستان د ابادۍ او اقتصادي پرمختګ پر لور روان دی.

 

حنفي ادعا وکړه چې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د صنعت، تجارت او تعمیراتي چارو په برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی او د سړکونو پر جوړولو هم کار روان دی. نوموړي وویل، د کورنیو تولیداتو زیاتول، پر وارداتو د تکیې کمول او د صادراتو زیاتول د طالبانو د حکومت له مهمو اقتصادي هدفونو څخه دي.

 

حنفي پر کورنیو او بهرنیو سوداګرو، په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو پر پانګوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. هغه وویل، پانګوالو ته به په اجاره ځمکې ورکړل شي او د کاروبار لپاره به ورته ضروري اسانتیاوې برابرې کړل شي.

 

نوموړي له تولیدي او وارداتي شرکتونو هم وغوښتل چې د خپلو مالونو معیار ته پام وکړي او د افغانستان بازارونو ته معیاري توکي وړاندې کړي. افغانستان له څو لسیزو جګړو وروسته د سړکونو، کورونو، صنعتي مرکزونو او نورو بنیادي اسانتیاوو د جوړولو او بیا ابادولو پراخه اړتیا لري.

 

خو بانکي محدودیتونه، اقتصادي ستونزې، نړیواله انزوا او د پانګونې لپاره د اوږدمهاله ضمانتونو نشتوالی لا هم په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو پر وړاندې مهم خنډونه دي. تر اوسه د نندارتون د ګډونوالو شرکتونو د شمېر، احتمالي تجارتي تړونونو او د متوقع پانګونې د اندازې په اړه تفصیلي معلومات نه دي خپاره شوي.