کابل (شال نیوز) : د کابل د امنیه قوماندانۍ طالب ویاند خالد ځدراڼ له طالبانو غوښتي چې د نېکۍ او حق په لور د خلکو د رابللو پر مهال له زور، سپکاوي او سخت چلند څخه ډډه وکړي.

 

ځدراڼ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د ټکنالوجۍ او ټولنیزو رسنیو د پراختیا په اوسني دور کې د نېکۍ بلنه ځانګړی اهمیت لري، خو دا کار باید د اسلامي لارښوونو له مخې په نرمۍ او ښو اخلاقو وشي.

 

نوموړي لیکلي: «اسلام موږ ته راښيي چې دعوت باید په زور، سپکاوي، غوسه او سختو خبرو نه وي، بلکې په حکمت، نرمۍ، مینه او ورین تندي وي.»

 

هغه ویلي چې د خلکو د اصلاح لپاره باید لومړی د هغوی خبرو ته غوږ ونیول شي، د تېروتنو پر مهال یې سپکاوی ونه شي او د اختلاف په صورت کې له زغم او حوصلې کار واخیستل شي.

 

ځدراڼ زیاته کړې: «زموږ هدف باید د خلکو ګټل وي، نه د بحثونو ګټل.»

 

نوموړي له طالبانو غوښتي چې په ټولنیزو رسنیو کې هم د کرکې او مخالفت پر ځای د ورورولۍ، مینې او اصلاح پیغامونه خپاره کړي.

 

د ځدراڼ دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلې دي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کارکوونکو له خوا د خلکو د سپکاوي، ګواښلو، خپلسرو نیونو او بدني ځورونې په اړه په وار وار راپورونه خپاره شوي دي.

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) د ۲۰۲۶م کال له جنورۍ تر مارچ پورې د دغه وزارت د کارکوونکو له خوا د ښځو او سړیو د خپلسرو نیونو او په توقیف کې د ساتلو لږ تر لږه ۳۳۶ او د ناوړه چلند ۵۹ پېښې ثبت کړې دي.

 

د یوناما په وینا، زیاتره دغه پېښې د ږیرې او وېښتانو د جوړښت، موسیقۍ اورېدو او د ښځو د حجاب په اړه له لګول شویو بندیزونو سره تړاو لري.

 

یوناما تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون د دغه وزارت کارکوونکو ته پراخ اختیارات ورکړي دي، چې له امله یې د خلکو پر شخصي ژوند، ټولنیزو اړیکو او په ځانګړې توګه د ښځو او جینکو پر تګ راتګ او روغتیايي اسانتیاوو ته پر لاسرسي بندیزونه زیات شوي دي.