تهران (شال نیوز) : د ایران د پوځ مشر مېجر جنرل امیر حاتمي خبرداری ورکړی چې هر هغه لوری چې د ایران پر ضد یې له دښمن سره مرسته او همکاري کړې وي، د جګړې له پایلو به خوندي پاتې نه شي.
حاتمي ویلي چې د ایران پوځي او دفاعي ځواک د دښمن ټول حسابونه ګډوډ کړي او ایران ثابته کړې چې پر دغه هېواد برید کول او یا یې د لاندې کولو هڅه به د برید کوونکو لپاره سختې پایلې ولري.
نوموړي ویلي: «ایران وښودله چې داسې مړۍ ده چې هر څوک یې د تېرولو هڅه وکړي، په ستوني کې به یې بنده شي.»
د ایران د پوځ مشر ادعا کړې چې د جګړې پر مهال یې دښمن ته اجازه نه ده ورکړې چې د جګړې زیانونه یوازې پر ایراني ولس وتپي، بلکې جګړه غوښتونکو هم د تېلو په پمپونو او خپلو کورونو کې د جګړې اغېزې احساس کړې دي.
حاتمي زیاته کړې: «موږ به یوازې د جګړې درد نه زغمو. هر چا چې له دښمن سره مرسته او ملګرتیا کړې وي، هغه به هم د جګړې درد زغمي او موږ به دا کار کوو.»
د ایران د پوځ مشر تر دې وړاندې هم په یوه وینا کې ویلي وو چې که ایران په سیمه کې له ناامنۍ سره مخ وي، نو نور هېوادونه به هم ترې خوندي پاتې نه شي. هغه د ایران پر تجارت او اقتصادي فعالیتونو د محدودیتونو په اړه هم ورته خبرداری ورکړی و.
د حاتمي په تازه څرګندونو کې د پوځي زیانونو ترڅنګ د جګړې اقتصادي اغېزو ته هم اشاره شوې ده. په منځني ختیځ کې پوځي شخړې نه یوازې د سیمې پر امنیت، بلکې د تېلو پر نړیوال بازار، سمندري تجارت او د انرژۍ پر بیو هم اغېز کولی شي.
حاتمي دا نه دي ویلي چې کوم هېوادونه یا ډلې له ایران سره په جګړه کې له دښمن سره په مرستې تورنوي او نه یې د احتمالي اقداماتو په اړه تفصیلات ورکړي دي. د نوموړي د تازه څرګندونو د ځای او نېټې په اړه هم کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.


شال نیوز