لندن (شال نیوز) : د برتانیا پولیس وایي، د ګرانتهام په ښار کې یې یو ۳۴ کلن افغان وګړی د جنسي تېري، د عامه نظم د ګډوډولو او خلکو ته د مزاحمت کولو په شک نیولی دی. د لینکن شایر پولیسو د نومبر په ۲۳مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو پېښو په اړه ورته لومړنی شکایت د نومبر په ۲۰مه ترلاسه شوی و.
د پولیسو په وینا، په لومړني شکایت کې یوې ښځې ادعا کړې وه چې یوه ناپېژندلي سړي ورپسې تعقیب کړی و. پولیس وایي، په همدې ورځ ورته یو بل شکایت هم ترلاسه شوی و چې پکې په یوه رستوران کې پر یوې ښځې د جنسي تېري ادعا شوې وه.
پولیسو ویلي چې پر ټولنیزو رسنیو د ورته نورو پېښو په اړه خپاره شوي معلومات هم څېړي او له هغو کسانو یې غوښتي چې په دې اړه معلومات لري، له پولیسو سره دې اړیکه ونیسي. پولیسو له خلکو غوښتي چې پر ټولنیزو رسنیو له ناسمو معلوماتو او اټکلونو خپرولو ډډه وکړي، ځکه چې دا کار د تحقیقاتو بهیر اغېزمنولی شي.
د لینکن شایر پولیسو ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به د ګرانتهام ښار په مرکزي برخو کې د پولیسو ګزمې زیاتې کړي، خو تر دې دمه داسې شواهد نه لري چې د سیمې نورو اوسېدونکو ته دې کوم ګواښ وي.
نیول شوی افغان وګړی لا هم د پولیسو په ولکه کې دی او تحقیقات ترې روان دي. پر نوموړي لګېدلي تورونه لا په عدالت کې نه دي ثابت شوي او د هغه دریځ هم تر دې دمه مخې ته نه دی راغلی.


شال نیوز