دوکۍ (شال نیوز) : د بلوچستان په دوکۍ ضلعه کې د سکرو په یوه کان کې د زهرجن ګېس له امله یو مزدور مړ شوی دی. د مړه شوي مزدور نوم کریم خان ښودل شوی دی. پېښه د نومبر په ۲۳مه هغه مهال شوې چې مزدور په کان کې په کار بوخت و.

 

امدادي ډلې د نوموړي مړی له کان څخه راویستلی او روغتون ته یې وړی، چې وروسته یې خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی. د بلوچستان د کانونو محکمې لا د پېښې په اړه تفصیلي راپور نه دی خپور کړی.

 

دوکۍ د بلوچستان د سکرو د کانونو یوه مهمه سیمه ده، چې زرګونه مزدوران پکې په کار بوخت دي. په بلوچستان کې د سکرو په کانونو کې د زهرجن ګېس راټولېدل، د کانونو نړېدل او د حفاظتي سهولتونو نشتوالی د مزدورانو ژوند له خطر سره مخ کوي.

 

د روان کال په اګست میاشت کې هم د دوکۍ د سکرو په کانونو کې دوه مزدوران مړه شوي وو. تر اوسه معلومه نه ده چې په دغه کان کې د مزدورانو د حفاظت لپاره څه انتظامات شوي وو او که نه او ایا د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي؟