کوهاټ (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو د اهلکارو احتجاج زور اخیستی او مظاهره چیانو د نوې پولیس لاینز سره نږدې د پېښور او کراچۍ ترمنځ انډس های وې د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.
د نومبر پر ۲۵مه د کوهاټ د پولیسو امن کمېټۍ په احتجاج کې د بنو د پولیسو امن کمېټۍ غړو هم ګډون کړی دی. احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې د دوی د ملګرو د بدلیو فیصلې دې بېرته واخیستل شي، له نوکرو لرې کړل شوي اهلکار دې بحال او بدل شوي اهلکار دې بېرته په خپلو پخوانیو ځایونو وګومارل شي.
د لویې لارې د تړل کېدو له امله د ګاډو تګ راتګ بند شوی او مسافر او ټرانسپورټران له ستونزو سره مخ دي. احتجاج کوونکي وایي، خپلې غوښتنې یې د پولیسو له چارواکو سره شریکې کړې دي، خو تر اوسه یې ستونزې نه دي هوارې شوې.
د پولیسو د چارواکو او احتجاج کوونکو ترمنځ مذاکرات هم تر دې دمه کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي. د کوهاټ د پولیسو امن کمېټۍ مشر نثار خان ویلي، تر څو چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوې او د ملګرو د بحالۍ لپاره عملي ګامونه نه وي پورته شوي، احتجاج به یې روان وي.
تر دې وړاندې هم په کوهاټ کې د دوو پولیس اهلکارو، افنان او قدیر، له نوکرو د مبینه لرې کولو پر ضد پولیسو احتجاج کړی و. د احتجاج او لویې لارې د بندېدو د اوسني حالت په اړه لا خپلواک پخلی نه دی شوی.


علي افضل افضال