مشال فوکس د شال نیوز نوې اوونیزه خپرونه ده، چې پکې نومیالی خبریال خالد خویشګی د خیبر پښتونخوا او پاکستان پر سیاسي حالاتو، د افغانستان پر تازه بدلونونو او د نړۍ پر مهمو خبرونو نظراو شننه وړاندې کوي. خالد خویشګي په دې لومړۍ خپرونه کې په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او بېړني حالت نه پس د سیاسي ګوندونو په ردعمل او موجوده حالاتو باندې بحث کړی دی. دا خپرونه به د شال نیوز په ټولو پلېټفارمونو خپرېږي، خپل نظرونه راسره شريک کړئ.