بیجینګ (شال نیوز) : د پاکستان ۴۰ کلن خلا باز محمد ذیشان علي د نومبر په ۲۵مه، د شورو په ورځ، په بریالیتوب سره د چین تیانګونګ خلايي سټېشن ته رسېدلی دی، چرته چې به له پنځو تر لسو ورځو پورې پاتې کېږي او یو شمېر مهمې ساینسي تجربې به کوي.

 

ذیشان علي لومړنی پاکستانی دی چې د ځمکې مدار ته رسېدلی او لومړنی بهرنی خلا باز هم دی چې د چین خلايي سټېشن ته تللی دی. د چین د انسان وړونکو خلايي سفرونو ادارې ویلي، چې شینژو ـ ۲۴ نومې خلايي بېړۍ د پاکستان پر وخت سهار په پنځو بجو او ۱۸ دقیقو د چین له جیوچوان خلايي مرکز څخه وتوغول شوه.

 

له درې ساعتونو او ۳۸ دقیقو سفر وروسته، د پاکستان پر وخت سهار په اته بجو او ۵۶ دقیقو خلايي بېړۍ له تیانګونګ سټېشن سره ونښلېده. د پاکستان پر وخت غرمه په ۱۱ بجو او ۳۵ دقیقو ذیشان علي او د هغه دوه چینايي ملګري، تانګ هونګبو او وو یي، خلايي سټېشن ته دننه شول، چې هلته له وړاندې موجودو درېیو چینايي خلا بازانو یې هرکلی وکړ.

 

د چین د خلايي چارو ادارې ویاند ژانګ جینګبو ویلي، چې ذیشان علي به په خلايي سټېشن کې له چینايي خلا بازانو سره په ورځنیو چارو کې برخه اخلي، د ساینسي تجربو سامان به لګوي او د پاکستان او چین په ګډو څېړنو کې به برخه اخلي.

 

د پاکستان د خلايي څېړنو ادارې سپارکو ویلي، چې ذیشان علي به په خلا کې د وړو اوبیزو بوټو د ودې په اړه تجربې کوي. ساینس پوهان غواړي معلومه کړي چې ایا دغه واړه بوټي په راتلونکو اوږدو خلايي سفرونو کې د انسانانو لپاره د خوراک او اکسیجن سرچینه جوړېدای شي او که نه.

 

ذیشان علي به د کینوا نومې غذایي بوټي پر تخمونو هم تجربې کوي. د دغو تجربو مقصد دا معلومول دي چې خلايي چاپېریال د بوټو پر تخمونو څه اغېز کوي. نوموړی به د داسې موادو په څېړنه کې هم برخه اخلي چې د خلايي بېړیو په جوړولو کې استعمالېږي او د وړو درزونو د پخپله رغېدو وړتیا لري.

 

که دغه تجربې بریالۍ شي، نو په راتلونکي کې به د خلايي بېړیو په خوندي کولو او د اوږدو خلايي سفرونو پر مهال د ترمیم د اړتیا په کمولو کې مرسته وکړي.

 

د چین د خلايي چارو ادارې په وینا، د شینژو ـ ۲۴ ماموریت پر مهال به شاوخوا ۹۰ ساینسي او ټکنالوژیکې تجربې کېږي، چې په هغو کې د پاکستان او چین د حیاتي ټکنالوژۍ او ځانګړو موادو په برخو کې څلور ګډې څېړنیزې منصوبې هم شاملې دي. خو دا ټولې تجربې به یوازې ذیشان علي نه کوي.

 

۴۰ کلن ذیشان علي د پاکستان د هوايي ځواک پخوانی پیلوټ دی. نوموړی د روان کال په اپرېل میاشت کې د خلايي سفر لپاره غوره شوی و او شاوخوا اووه میاشتې یې په چین کې تربیه ترلاسه کړې ده.

 

د تربیې پر مهال هغه ته د چینايي ژبې، خلايي بېړۍ د الاتو استعمال، ساینسي تجربو، له بېړنیو حالاتو سره د مقابلې او له نورو خلا بازانو سره د ګډ کار روزنه ورکړل شوې ده. ذیشان علي خلا ته تر روانېدو وړاندې خبریالانو ته ویلي وو، چې دا سفر یوازې د هغه شخصي سفر نه دی، بلکې د ټول پاکستان استازیتوب کوي.

 

هغه هیله څرګنده کړې چې په راتلونکي کې به د پاکستان او چین ترمنځ خلايي همکاري نوره هم پراخه شي او دواړه هېوادونه به سپوږمۍ او مریخ ته په سفرونو کې هم ګډ کار وکړي.د پاکستان او چین ترمنځ د خلايي سفرونو د همکارۍ تړون د ۲۰۲۵م کال په فرورۍ میاشت کې لاسلیک شوی و.

 

د دغه تړون له مخې، ذیشان علي او خرم داوود په چین کې د خلايي سفر د تربیې لپاره غوره شوي وو، چې وروسته ذیشان علي د لومړني سفر لپاره وټاکل شو. د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د نوموړي خلايي سفر د ټول هېواد لپاره د ویاړ خبره بللې ده.

 

ټاکل شوې ده چې ذیشان علي به د نومبر د ۳۰مې او د دسمبر د پنځمې نېټې ترمنځ بېرته ځمکې ته راستون شي. البته، چینايي چارواکو لا د هغه د راستنېدو کره نېټه او وخت نه دي اعلان کړي.

 

د پاکستان لومړنی خلا باز محمد ذیشان علي له چین څخه خلا ته روان شو
د پاکستان لومړنی خلا باز محمد ذیشان علي له چین څخه خلا ته روان شو

 

ذیشان علي به په هغه خلايي بېړۍ کې بېرته نه راځي چې خلا ته تللی دی، بلکې د شینژو ـ ۲۳ نومې خلايي بېړۍ له لارې به له دوو چینايي خلا بازانو، ژانګ ژیوان او لي جیاینګ، سره یوځای ځمکې ته راستنېږي.

 

له بلې خوا، چینايي خلا باز ژو یانګژو به د یوه کال لپاره په خلايي سټېشن کې پاتې کېږي، چې ساینس پوهان پرې د اوږدې مودې لپاره په خلا کې د اوسېدو او پر انساني بدن د هغې د اغېزو په اړه څېړنې وکړي.

 

چین په پام کې لري چې تر ۲۰۳۰م کال پورې خپل خلا بازان سپوږمۍ ته ورسوي. د پاکستان لپاره د ذیشان علي دغه سفر د انسان وړونکو خلايي سفرونو په برخه کې د یوه نوي پړاو پیل دی.