مسکو (شال نیوز) : په روسیه کې د پاکستان سفیر، فیصل نیاز ترمذي ادعا کړې چې ځینې هېوادونه د پاکستان د بېثباته کولو په موخه طالبانو ته پیسې، وسلې او استخباراتي معلومات برابروي او ده دا سیاست لنډمهاله او تنګنظري بللې ده.
نوموړي له روسي خبري اژانس «تاس» سره په مرکه کې ادعا کړې چې د سیمې له بهر څخه ځینې هېوادونه د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد نیابتي جګړه پر مخ وړي. ترمذي، پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي، ویلي چې دا ناسم سیاست دی او د هېڅ لوري په ګټه نه دی.
هغه ویلي: “له بده مرغه، افغانستان د ځینو مشخصو ځواکونو له خوا د پاکستان د بېثباته کولو لپاره کارول کېږي. موږ ښه پوهېږو چې څوک هغوی تمویلوي، څوک ورته وسلې برابروي او څوک یې روزنه ورکوي.”
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان خپل اصلي سیال هند په دغه هېواد کې د وسلهوالو په بریدونو کې په لاس لرلو تورنوي او ادعا کوي چې نوي ډیلي په افغانستان کې مېشتو وسلهوالو ډلو ته مرستې برابروي.
پاکستان د افغانستان طالبان، تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي)، د بلوچستان د ازادۍ پوځ او ځینې نورې ډلې د هند نیابتي ډلې بولي. د طالبانو حکومت تر دې وړاندې ویلي وو چې د پاکستان د ناامنه کولو نه توان لري او نه هم اراده، او دا ډول اقدامات د دوی په ګټه نه دي.


شال نیوز